کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٣٠
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار نن په کونړ ولايت کې دسيلاونو د راوتلو له امله داوښتو زيانونو په باب د کونړ دولايتي شورا د رئيس رپوټ واوريد.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ دکونړ دولايتي شورا رئيس حاجي دين محمد پيلوټ وويل : ددغه ولايت د چپې درې ، ناړۍ ، سرکاڼو ، خاص کونړ او د څوکۍ په ولسواليوکې په دې وروستيو وختو کې دسيلاونو راوتل د نږدې ٢٠٠ جريبه کرنيزې ځمکې ، د يو جامع جومات ، د يوه ښوونځي او د يوه روغتيايي کلينيک په ګډون داستوګنې د ١٢١ کورونو ، د اتو بندونو ، د بريښنا دشپږوکوچنيو بندونو ، دپلونو او پلګوټو او د نورستان او دکونړ د ولايتونو ترمنځ دمواصلاتي لارې دويجاړيدو سبب شوي دي .
ده زياته کړه چې ددغو سيلاونو دراوتلو له امله څه ناڅه ٣١٥ کورنۍ هم بې ځايه شوې دي.
ده وويل چې د وروستيو سيلاونو د راوتلو له امله دننګرهار ولايت دګوشتې او د کامې دولسواليو ځينې ساحې هم زيانمنې شوې دي.
دمشرانو جرګې رئيس له زيانمنو شويو کسانو سره د خواخوږۍ او همدردۍ د څرګندولو په ترڅ کې له اړوندو مسوولينو او له ملي او نړيوالو مرستندويو بنسټونو څخه وغوښتل چې ددغو سيلاونو له امله له مصيبت ځپلو کسانو سره بيړنۍ مرستې وشي .
2 1 دقیقه لوستل