کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر
یوولس وسله وال طالبان تېره شپه په لوګرکې په هوايي بريد کې ووژل شول.
د لوګر د والي وياند احمد لونګ د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه طالبان د لوګر په مرکز پورې اړوند کمال خېلو سيمه کې د ائتلاف هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول.
په وژل شويوکې د طالبانو يو سرګروپ هم شامل دى.
د سيمې اوسيدونکي وايي: په دغه بريدکې ملکي وګړو ته زيان اوښتى دى، خو امنيتي مسوولین دغه ادعا ردوي.
ختم- سعيده – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ