امنیت

دنويد په عملياتو کې پنځلس تنه طا لبان ووژل شول

کابل باختر آژانس د وږى ٢٧
پنځلس تنه وسلهوال طالبان دهلمند ولايت په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دتصفيوي عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دغه عمليات څو ورځې  مخکې دنويد -٤٩ په نامه د ډار اچوونکو له منځه وړلو په خاطر دهلمند و لايت داړوندو ولسواليو په مربوطاتو کې پيل شوي دي.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ ددغو عملياتو په وروستيو پرمختيا کې ويل شوي دي چې دملا مسافر په نامه دطالبانو ديو مشهور قوماندان په ګډون پنځلس تنه وسله وال طالبان دکجکي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شو.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې له همدې ساحې څخه يوه اندازه سپکې او درندو وسلې او دوسايطو ضد اتلس ماينونه هم ترلاسه شوي دي.
ويل کېږى چې طالبانو دشپې له تياري څخه په استفادې سره د وژل شويو مړى ليږدولي دي.
دهلمند ولايت دنوزاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان اميتي ځواکونه دګډتصفيوي عملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول او يوه اندازه سپکې او درندي وسلې هم ترلاسه شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته