امنیت

عاجل خبر : دافغانستان په ختيځ کې دپاکستان او افغان طالبانو ترمنځ مرګاني نښته .

کابل باختر د وري  پنځلسمه :
دافغانستان له ختيځ څخه په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دپاکستاني او افغان طالبانو ترمنځ سخته جګړه پيل شوې ده.
دغه جګړه نن له غرمې وروسته ديوې بجې په شاوخوا کې دپکتيکا ولايت د واڼه په نامه  سيمه کې له هغه وروسته پيل شوه چې افغان طالبانو په دغه ختيځ ولايت کې دراي ورکولو په مرکزونو دپاکستاني طالبانو دبريد مخه ونيوله .
دافغانستان دملي امنيت دلوى رياست سرپرست رحمت الله نبيل دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې تراوسه پورې په لسګونو پاکستاني طالبان وژل شوي  اويوشمير هم بيرته ډيورند له کرښي  اخوا سيمې ته تښتيدلي دي
دښاغلي نبيل  دڅرګندونو له مخې دغه پاکستاني  طالبان دډيورند له کرښي  اخوا څخه دراي ورکولو په مرکزونو دبريد لپاره ختيځ ولايت پکتيکا ته راغلي و .
په همدې حال کې دسيمې اوسيدونکي وايي چې ددغې نښتې په بهير کې  پاکستاني طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى .
تراوسه پورې په دې نښته کې دپاکستاني او افغان طالبانو دسردزيان کره شمير نه دى په ډاګه شوى .
ويل کيږي چې دغه نښته لاتراوسه پورې  هم دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته