ټولنه

يوې ځوانې ښځې ځان وواژه

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
دتخارولايت  په اشکمش ولسوالۍ کې  نن يوې ځوانې ښځې  ځان وواژه .
دتخارولايت  دامنيې قوماندانۍ  وياند خليل اسير دباختراژانس خبريال ته وويل دغه ښځه  ددغه ولايت داشکمش  ولسوالۍ  دقره تاش  دکلي اوسيدونکې وه  چې په نامعلوم علت يې  دتومانچې په ډزو سره ځان وژلى دى.
ده وويل چې   دغه ښځه  ديرش کلنه وه او درې ماشومان يې لرل .
پوليسو دقضيې په اړوند ددغې ميرمنې ميړه نيولى دى.
پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته