سیاست

د سياسي چارو يو کارپوه: د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي همکاريو د تړون لاس ليک کول زموږ د خلک په ګټه دى

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
د سياسي چاروکارپوه عبدالهادي قريشي دباختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې ددغه ټکي دڅرګندولو په ترڅ کې وويل: که چيرې دافغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي همکارۍ سند لاس ليک شي؛ موږ به د سيمې به پرمختيا کې زياته ونډه ولرو.
قريشي زياته کړه: د مشورتي لويې جرګې جوړول اجراييوي حکم نه لري؛ يواځې مشورتي اړخ لري چې نتيجه يې د هيواد ملي شورا ته وړاندې کيږي او په پاى کې به د ملي شورا په موافقه اجراييوي اړخ ومومي.
دقريشي دڅرګندونوله مخې: که چيرې دغه سند له مخالفت سره مخامخ شي؛ ښايي موږ له زياتو ستونزو سره مخامخ شو. يعنې په هيوادکې بې ثباتى، زموږ د سولې بهير له خطر سره مخامخ کيږي، د لويديځ فشارونه به زموږ په هيواد او خلکو زيات شي او ځينې افراد به د پرديو په اشاره هيواد د بې ثباتى په لور سوق کړي او ډيرې نورې مسئلې.
ده زياته کړه: امکان لري د سيمې او په تيره بيا ګاونډي هيوادونه له خپل نفوذ څخه استفاده کوي چې ددغه سند لاس ليک کول له چلنجونو سره مخامخ کړي. خو زه باورلرم چې زموږ زيات خلک د دغه امنيتي سند له لاس ليک کولو پلويان دي.
دقريشي د څرګندونو له مخې: موږ د يو خپلواک او مستقل هيواد په توګه کولاى شو له امريکا سره دغه سندلاس ليک کړو. ځکه له يوې خوا زموږ هيوادته واک ورکول کيږي او له بله پلوه به په سيمه کې د افغانستان د پياوړي کيدو سبب شي.
ده وويل: اوس چې ددغه سند په اړوند د مشورتي خبره ده او مشورتي جرګې ته وړاندې شوې ده؛ په يقين سره چې په دې مشورتي جرګه کې روڼ آندو او د بېلابېلو قومونو بانفوذ شخصيتونه خپلې نظريې په يو منظم او سنجول شوي چوکاټ کې به دخلکو په ګټه وړاندې کړي او جمهور رييس دقانون له مخې کولاى شي د روانو ستونزو د حل لپاره دغه شان جرګې جوړې کړي او دخلکو نظريې واخلي.
قريشي د يو شمير افرادو او ډلو د څرګندونو په باب چې د دغه سند دلاس ليک کولو غوښتنه نه کوي او ويلي يې دي چې ښايي د دوى د افرادو له خوا مظاهرې وشي چې ددغه تړون دلاس ليک مخه ونيسي؛ وويل: مظاهره دهر افغان قانوني حق دى؛ موږ په ټولنيزه توګه په دې وخت کې د مشورتي جرګې د پريکړو هرکلي کوو.
ده زياته کړه: موږ بايدخپلواک سياست ولرو او بايد د پرديو په اشاره دغه تاريخي فرصت له لاسه ورنه کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته