اقتصاد

په باميانو کې لنډ مهالې پانګونې پيل شوې .

-کابل  باختر دزمري  پنځلسمه :
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزير  او دباميانو والي پرون په باميانو کې دکليوالي  صنايعو دپرمختيا پنځه پروژې وکتلې .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ،  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزير  انجنير  نصير احمد دراني  او دباميانو والي  محمد طاهر زهير  په باميانو کې  دکليوالي صنايعو  دپرمختيا پنځه پروژې وکتلې او صنعتکاران يې  وهڅول .   دغه راز په باميانو کې  د پورونو او دکليوالي سپما  داتحاديو له خوا  دلنډ مهالې پانګونې پروګرام  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا دوزير او دباميانو دوالي له خوا  پيل شو او په دغه ولايت کې  په يوولسو اتحاديو له دوه سوه زرو افغانيو څخه  پورته  چکونه ورکړل شول .
  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزير  دباميانو ولايت  د دره  اژدر دکلي له يوشمير  اوسيدونکو سره وکتل او دهغوى ستونزې يې  له نږدې واوريدې او ويې ويل  چې  دکليوالي اوسيدونکو  دژوندانه دحالت ښه والي دحکومت  په کاري لومړيتوب کې  ځاى لري .
دباميانو والي او دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزير  دګوهرشاد دلاسي صنايعو  شرکت دپټاټو د چپس  دتوليد شرکت ، او په باميانو ولايت کې   ښځينه  بازار ګوټى وکتل او دهغوى لاسته راوړنې يې وستايلې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته