ټولنه

د ١٣٥٨ کال دکب دمياشتې ددريمې نيټې دپاڅون درناوى وشو .

کابل باختر د کب  دريمه :
دتيرى کوونکو په وړاندې دکابل ښاريانو د ١٣٥٨ کال د کب دمياشتې  ددريمې نيټې دپاڅون درناوى وشو .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دافغانستان دشهيدانو دوارثانو دبنسټ او دانديشه او عمل دفرهنګي او ټولنيزې  ټولنې له خوا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې  جوړه شوې وه ويناوالو د ١٣٥٨ کال دکب دمياشتې دريمه په هيواد کې دستر بدلون پيل وباله .  په دې غونډه کې دانديشه او عمل دټولنې دبنسټ رييس ډاکتر قاسم مظفري  خبرې وکړې او ويې ويل چې دافغانستان دخلکو دروا جهادوياړلي تاريخ دزياتو حماسي پيښو شاهد دى چې هره يوه يې دافغانستان داتل ملت  دميړانې سرښندنې او ځان تيريدنې څرګندوى دى چې له دې جملې څخه يويې هم دکابل ښاريانو د ١٣٥٨ کال دکب دمياشتې ددريمې نيټې له حماسې ډک پاڅون دى .
وروسته دکابل په ولايتي شوراکې دخلکو استازي علي يزدان پرست  او دافغانستان دشهيدانو دوارثانو دبنسټ رييس مرتضى سلطان علي  نيکزاد  خبرې وکړې او طرحه يې کړه چې دافغانستان خلکو يوځل بيا ثابته کړه چې دهر تيرى کوونکي او اشغالګر په وړاندې پاڅون کوي او دايې  دوى ته څرګنده کړه  چې دغه اتل هيواد هيڅکله  داشغال وړ نه دى او دتيري کوونکو په اديرې بدل شوى دى .
په پاى کې برخه والو په څلورو فقرو کې  يو پريکړه ليک  صادرکړ چې په هغه کې  دملي وحدت دحکومت له مشرانو څخه غوښتل شوي دي چې په خپلو هغو ژمنو عمل وکړي چې دانتخاباتي مبارزو په بهير کې  يې له خلکو سره کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته