سیاست

تبصره

کابل باختر د ثور لسمه :
په ملي شورا کې د جمهور رييس محمد اشرف غني وروستۍ وينا د خلکو له تاوده غبرګون سره مخامخ شوې ده او پراخ ملاتړ يې پيدا کړى دى .
د باختر آژانس مبصر ليکي:
جمهور رييس محمد اشرف غني په دې وروستيو وختوکې د ملي شورا د دواړو مجلسونو په بيړنۍ غونډه کې وينا وکړه چې په ترڅ کې يې د هېواد روان حالات، سياسي لرليد او د ډار اچوونکو او د هغوى د بهرنيو ملاتړ په وړاندې يې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت دريځ بيان کړ.
ښاغلي غني په دې وينا کې ځينو هغو نيوکو ته چې د نظام د منتقدينو  له خوا طرحه کيدې چې ګنې د افغانستان دولت د دوست او دښمن په تعريف کې پاتې راغلى دى، ځواب ووايه او په ډاګه يې کړه: د افغانستان دښمنان هغه کسان دي چې زموږ د ځوانانو له پاکو مذهبي  ولولو څخه ناوړه استفاده کوي، په خپله د نشه يي توکو د مافيا يوه برخه ده او له دې لارې پيسې پيدا کوي.
د افغانستان دښمنان د داعش، القاعده او د حقاني د انسان وژونکې ډلې په ګدون اجيرې بهرني ډلې او ځينې هغه طالبان دي چې د افغانانو د وينې له تويولو څخه خوند اخلي .
جمهور رييس غني د دښمن په تعريفولو سره دغه مسئله هم په ډاګه کړه چې له بهرنيو اجيرانو سره د خبرو هيڅ راز لاره نشته، خو له هغې برخې طالبانو سره د خبرو دروازه پرانستې ده چې د وينې تويولو بندولو او په هېوادکې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره مبارزې ته چمتو دي.
د جمهور رييس غني په خبروکې بل ټکى د افغانستان په وړاندې د پاکستان کړنې دي چې کيداي شي د غور او دقت وړ وي. د جمهور رييس له څرګندونو څخه جوتيږي چې نور د پاکستان په نسبت کوم اعتماد نشته .
ښاغلي غني دغه مسئـله په ډاګه کړه او ويې ويل چې له پاکستان څخه دا هيله نه لرو چې طالبان د خبرو ميز ته حاضر کړي؛ خو له پاکستان څخه غواړو چې دڅلور اړخيزې غونډې په چوکاټ کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او د هغوکسانو پرخلاف دي په پوځي عملياتو لاس پورې کړي چې زموږ د امنيتي ادارو، زموږ د نړيوالو همکارانو د استخباراتي معلوماتو او په خپله د پاکستاني مقاماتو د څرګندونوله مخې مرکزونه يې په پاکستان کې دي .
دغه راز له پاکستان څخه هيله لرو: که چيرې په خپله خاوره کې د دغو جنايتکارانو په وړاندې په عملياتو لاس نه پورې کوي؛ نو هغوى دې زموږ شرعي   محکموته وسپاري چې د خپلو عملونو سزا وويني  .
جمهور رييس په دې وينا کې له پاکستان سره اړيکې چې د طالبانو ملاتړى بلل کيږي او طالبان چې  د اوسنيو ناخوالو عاملين دي؛ په ډاګه تعريف کړل .
ده وويل: له دغه هېواد سره اړيکې د دواړو دولتونو د متقابلو حقوقو او وجيبو په چوکاټ کې تنظيميږي. د تروريستانو ترمنځ ښه او بد شتون نه لري؛ ټول تروريستان تروريست دي او هر هغه چاچې دغه شان ويش مني؛ دغه مصيبت په پاى کې د دوى ګريوان هم نيولى دى.
دغه راز په دې وينا کې د تروريستانو په وړاندې د دولت دريځ جدي او تند معرفي شو او دا مسئله روښانه شوه چې دولت د جګړې په ډګرکې د طالبانو او د جګړه مارانو په ځپلو او په ديپلوماتيکي او نړيوال ډګرکې د هغوى د ملاتړى پاکستان په تجريد ژمن دى .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د افغانستان دولت په هېوادکې د سولې او ثبات او د آرامۍ د اعاده کولو لپاره له هيڅ راز هلوځلو  څخه ډډه نه ده کړې. خو د وروستيو مياشتو او ورځو پيښو وښودله چې د دې هېواد دښمنانو دغه هلې ځلې د افغانستان په حکومت کې کمزورى ټکى او يوه تشه وبلله، خو د جمهور رييس غني له يوه څرګند او روښانه پيغام سره يوځاى دى. يعنې هغه کسان چې د جګړې په لټه کې دي؛ د جګړې په ډګرکې به په کرکې سره سا ورکړي او نور به د هغوى د ملاتړو ټګۍ او برګۍ او څوګونې لوبې هم اغيزمنې نه وي.
خلکو د جمهور رييس غني او د هېواد د نورو دولتي چارواکو د دغه جرئت او د سياسي درايت نه يواځې هرکلى، بلکې ملاتړ يې کوي. دولت په دغو سختو ورځوکې له خپلو دولتي چارواکو سره همغږى  دى .
وګړنى پاځون او د هغوى کاري ځواک کيداى شي زموږ د دولت او د ميړنيو  امنيتي ځواکونولپاره قوت وي .
هيله کيږي چې دغه څرګندونې دعملي تحقق لاره پيداکړي چې نور تيرې تراژيدې تکرارې نه شي او نور سياسي دوکه ماري شتون ونه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته