نړۍ

دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دبريد له امله نهه تنه ووژل شول .

-کويټه  باختر د لړم لومړي: د
دپاکستان دبلوچستان ايالت  دمرکز  کويټې ښار په هزاره ګنجي  سيمه کې  نن سهار  په يوموټر  دبريد له امله نهه تنه ووژل شول .
  باختراژانس  دپاکستان دډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ  دوو تنو ناپيژاندو وسله والو کسانو  چې په اتوماتيکو وسلو سمبال و  په يومسافر وړونکي موټر بريد وکړ چې له امله يې  نهه تنه  ټپيان شول .
  وروسته  ددغې پيښې  شپږو تنو  ټپيانو روغتون ته دليږدونې په لاره کې ساه ورکړه  او درې تنه نور يې  په روغتون کې مړه شول .
  ددغه موټر سپرلۍ  دميوو اوسبو له پيردونې وروسته  دکويټې له ښار څخه دهزاره ګنجي ښارکوټي ته ستنيدل .
  له دغه بريد وروسته  دويرې او ډار فضا خپره شوه  او پوليسوددغه بريد په باب تحقيقات پيل کړي دي .
په همدې سيمه کې  دتير کال په ورته بريد کې  شپږ تنه وژل شوي  او اته تنه نور ټپيان شوي و . 
دهزاره دموکراتيک ګوند او دمسلمينو دوحدت ګوند مجلس  ددغه بريد پرخلاف  داعتراض په توګه اعلام کړي دي  چې سبا جمعې په ورځ به په دغه ښار کې په اعتصاب لاس پورې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته