کابل باختر د ثور ٢٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی نن سهار د یوه جګپوړي دولتي هييت په مشرۍ د جرمني او امریکا متحده ایالاتو ته په سفر روان شو.
باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبو عاتي دفتر دمعلوماتو له مخې
په دې سفر کې به د هېواد جمهور رئیس د روان کال د غویي په ۲۷مه د آلمان له صدراعظمې انګلا مرکل سره د افغانستان او آلمان تر منځ داوږد مهالو همکاریو موافقتنامه لاسلیک کړي.
همدا راز د هېواد جمهور رئیس به په آلمان کې د خپل سفر په ترڅ کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو او د آلمان د پراختیایي همکاریو له وزیرانو سره وګوري او له دوی سره به د افغانستان او آلمان تر منځ د همکاریو په لا زيات ټینګښت او پراختیا خبرې اترې وکړي.
جمهور رئیس حامد کرزی به له آلمان څخه امریکا ته روان شي او د ناټو په سرمشریزه کې چې د امریکا د متحده ایالاتو په شیکاګو کې جوړېږي، ګډون وکړي او په دې مهمه غونډه کې به خپله وینا واوروي.
ددې سرمشریزې یوه برخه افغانستان ته ځانګړې شوې ده چې مشري یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیسان کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي دفاع وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردګ، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر مرستیاله مېرمن حمیرا لودین اعتمادی ، د جمهور رئیس ویاند ایمل فیضی او د باختر اطلا عاتي اژانس خبر يال نجيب الله بيان ملکر تيا کوي