امنیت

دځانمرګو بريدونو درې کسيزه ډله سازمان ورکوونکي ونيول شول.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥
دځانمرګو بريدونو درې کسيزه ډله سازمان ورکوونکي دملي امنيت  دلوى رياست دموظفينو له  خوا په جوزجان ولايت کې ونيول شول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبرورکړ :
دشبرغان ښار دپيرمزيد دکلي دعطايي مدرسې دمدرس مولوي حبيب الله  په مشرۍ دغې ډلې دشبرغان ښار په يوه ګڼ ميشته سيمه کې دځانمرګي بريد دترسره کولو نيت درلود چې له څلور سوه پنځه ويشتو ګوليو سره  ، يو کلاشينکوف او پنځو لاسي  بمونو سره  دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا  دشبرغان آقچې په لاره کې ونيول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته