نړۍ

امريکا په پاکستان دپوځي تجهيزاتو له پلورنې سره موافقه وکړه

واشنګټن ډان  باختر دوري  دمياشتې ١٩ :
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت له امريکا څخه ديو مليارد ډالرو په ارزښت دپوځي تجهيزاتو دپيرودنې لپاره دپاکستان غوښتنه تائيدکړه.
دپاکستان د ډان ورځپاڼې دخبرله مخې : 
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت دپاکستان دشمال او لويديځ په غرنيو سيموکې له ياغيانوسره دمقابلې په مقصد ديو مليارد ډالرو په ارزښت دجنګي الوتکو، توغنديو او دنورو پوځي تجهيزاتو دپيرودنې لپاره دپاکستان له غوښتنې سره موافقه وکړه .
دپاکستان دډان ورځپاڼې دخبرله مخې :
دامريکا دفاعي شرکتونو په پاکستان دوسلو  پلورنې لپاره له  روسيې او چين سره   په درې اړخيزو هڅو کې ګډون کړى دى.
دامريکا د دفاع وزارت پرون اعلام وکړ چې پاکستان د ٩٥٢مليونو ډالرو په ارزښت د پنځلسو يرغليزو ( AH- IZ) هليکوپترونو، زرو توغنديو او د نورو مخابراتي او روزنيزو تجهيزاتو غوښتنه طرحه کړې وه.
دهمدې خبرله مخې: ددغو تجهيزاتوپه برابرولو سره پاکستان کولاى شي په شمالي وزيرستان اوپه نورو لوړو پرتو سيموکې دعملياتو دترسره کولو لپاره خپله  ځواکمني پياوړي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته