امنیت

په پاکستان کې اورښتونو ٣٠ تنه ووژل

اسلام آباد/ايرنا/ باختر د زمري ٢١مه
پاکستاني مقاماتو اعلام وکړ چې د دغه هېواد په بېلابېلو سيموکې سخت اورښتونه د دېرشو تنو د وژل کېدو او د لسګونو تنو نورو د ټپي کېدو سبب شوي دي.
پاکستاني رسنيو خبر ور کړى دى چې د خيبر پښتونخوا، پنجاب او سيند ايالتونو په بېلابېلوښارونوکې د باران وقفوي اورښت، د سېلاوونو د راوتلو او د سيندونو د اوبو د کچې د لوړوالي او د ١٨ تنو د وژل کېدو سبب شوى دى.
د پاکستان په جنوب کې د کراچۍ په بندري ښارکې سخت اورښت، هم د برېښنا نيونې له امله د ١٢ تنو د وژل کېدو سبب شوى دى.
د پاکستان د هواپوهنې ادارې په ځينو کليوالي او ښاري سيموکې بيړنى حالت اعلام کړ او خبردارى ورکړې دى چې د نېکمرغه لوى اختر د رخصتيو په ورځوکې دې خلک سيندونو ته څېرمه سيمو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
دغې ادارې دغه راز د سختو اورښتونو خبردارى ورکړى او اعلام يې کړې دى چې  د پاکستان په جنوب، ختيځ، شمال او شمال لوېديځ کې به سخت اورښتونه وشي.
د دغه رپوټ له مخې: د خيبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ايالتونو ځينې ښارونه هم د زياتو سېلاوونو له خطر سره مخ دي.
ختم- ف- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته