سیاست

دملي شورا د مشرانوجرګې دخواخوږۍ پیغام

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٣
د مشرانوجرګې رییس فضل هادی مسلم یار،اداري پلاوي او د دغې جرګې د دارالانشاء لوی ریاست په ډیری خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړچې تیره ورځ دبغلان په ولایت کی د اسلامي حزب وتلی قوماندان،قومي مشر او ددې ولایت دولایتي شورا غړی علم جان مجاهد له خپل لمسی او دوو تنو ساتونکو سره یوځای دپلخمري ښارته څېرمه د حسین خیلو په سیمه کې د دښمنانود کمین له امله شهیدان شول.
مشرانوجرګه دلوی الله (ج) له دربار څخه شهیدانوته فردوس جنت،کورنۍ،خپلوانواو دبغلان ولایت دیندارو خلکو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي او تاکیدکوي چې امنیتي او کشفي ادارې دی د دې پیښې عاملین په ګوته اوقانون دې پرې پلې کړي او هم دې د خلکو اوپه ځانګړې ډول دقومي مخورو او مشرانو د امنیت دساتلو په لاره کې ټینګ اقدامات تر سره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته