فرهنګ

په زابل کې موزيم پرانستل شو.

کابل باختر دزمري  پنځمه
د زابل والي بسم الله افغانمل نن له غرمې مخکې ددغه ولايت د اطلاعات او فرهنګ ریاست د میوزیم په پرانستوونکو مراسمو کې ګډون وکړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې.
په دغو مراسمو کې چې د زابل د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، مشرانو او ځوانانو د والي ملتیا کوله، د اطلاعات او فرهنګ ریاست د نوي رغول شوي میوزیم پرانستل شو.
دپرانستلو د مراسمو پر مهال افغانمل دغه میوزیم د تاریخي آثارو د ساتنې او ټولولو په برخه کې یو غوره ګام وباله او د زابل له درنو ولسونو یې وغوښتل چې میوزیم ته د خپلو سیمو د تاریخي توکو په ورکولو سره میوزیم نور هم بډاى او ښکلى کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته