ټولنه

په کابل کې د نشه يي توکو يوولس تنه قاچاق وړونکي ونيول شول

کابل باختر دوري دمياشتې ٣٠ :
د هېواد کشفي او امنيتي ارګانونو او د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې پوليسو يوولس تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې ونيول.
د مسکراتو د عدلي او قضايي مرکز د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه کسان چې له کابل څخه بهرنيو هېوادونو هندوستان او دْبى ته د هيروئين ډوله نشه يي توکو د ليږدونې په حال کې وو؛ د امنيتي او کشفي موظفينو او د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د پوليسو له خوا د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګرکې وپيژندل شول او ونيول شول.
له نيول شويوکسانوڅخه په ټوليزه توګه څه دپاسه څلورکيلوګرامه هيروئين، درې کيلوګرامه چرس چې دْبى او هندوستان ته ليږدول کيدل او شپيته ليتره الکولي مشروبات چې له نوي ډيلي څخه کابل ته راليږدول شوي وو؛ کشف او ترلاسه کړي دي.
اوس نيول شوي کسان له نسبتي دوسيو سره يې د مسکراتو او د نشه يي توکو د جرمونو پرخلاف د مبارزې په عدلي اوقضايي مرکزکې تر عدلي او قضايي څيړنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته