ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت نوي رييسان د دغه وزارت مسوولينو او کارکوونکو ته وروپېژندل شول

 کابل/باختر/ د وږي٢١ مه
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د دغه وزارت نوي رييسان د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه شورا غړو ته وروپېژندل.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د لوړو زده کړو وزارت په وړانديز او د جمهوري رياست له حکم سره سم؛ پوهندوى سيد فرهاد شهيد زاده له پولې څخه بهر سندونو د څېړنې رييس، پوهنيار احمدمسعود لطيف راى د دولتي محصلانو د چارو رييس، پوهاند احمدضيا يوسفزى د خصوصي محصلانو د چارو رييس، پوهنيار برى مبارز  د پلان، پاليسۍ او تقنين رييس، پوهنمل ډاکتر محمد ولي حنيف د څارنې او څېړنې رييس او سيد نسيم سادات د اداري او زيربنا رياست سرپرست ټاکل شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د دغه وزارت د مشرتابه شورا غړو ته د نويو رييسانو د ورپېژندني ترڅنګ، د پخوانيو رييسانو د صادقانه هڅو او هاند په درناوي هغوى د ستاين ليکونو په ورکولو سره وستايل.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست زياته کړه: دغه رييسان د اکاډميکې کورنۍ غړي دي او له خپلو تجربو څخه به د دغه وزارت د ستراتيژيکي پروګرامونو د پرمخ بيولو په موخه ګټه واخلي.
ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته