امنیت

څلور تروريستان په خوست کې ونيول شول

کابل /دليندې ١٩مه /باختر :
څلور تنه تروريستان تېره شپه په خوست کې دملي اردودکوماندو دځواکونوپه عملياتو کې ونيول شول .
دباختراژانس  دخبرله مخې،  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي  دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ليکلي دي  چې دملي اردو دکوماندو ځواکونوتېره شپه دخوست دنادرشاه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل  چې په  پايله کې يې  څلور تروريستان چې په دغې ولسوالۍ کې په تروريستي اوورانکارو فعاليتونو بوخت و ، ونيول شول .
له نيول شويو کسانو څخه يوه  اندازه وسلې اومهمات دوه موټرونه او يوموټرسايکل په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي
  ختم-  ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته