امنیت

حامدکرزي په قندهارولايت کې هغه ماين ايښودنه چې دماشومانو دشهادت سبب شو په کلکه وغانده .

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٣ :
دافغانستان داسلامي  جمهوريت  جمهوررييس  حامدکرزي  دقندهار ولايت  په ميانشين ولسوالۍ کې   دماين ايښودنه   چې دڅلورو تنو ماشومانو  دشهادت  اود دوو تنو نورو  دټپي کيدو سبب شو په کلکه وغانده.
دجمهور ي رياست مطبوعاتي دفتر دخپرې شوې  اعلاميې له  مخې باختراژانس    ته خبر راکړ.
دقندهار دوالي  ددفتر دمعلوماتوله مخې،  نن غرمه   دقندهار ولايت  دميانشين ولسوالۍ   په زنتو  سيمه کې  دافغانستان دخلکو ددښمنانوله خوا دايښودل شوي ماين  دچاودنې له امله  څلور تنه  ماشومان شهيدان او دوه تنه نور چې ټول ديوې کورني غړي وو  ټپيان شول.
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  حامدکرزي ددغه تروريستي  اوانساني ضد عمل  په کلکې غندنې سره  دبيګناه  ماشومانو وژل  يو ډارن  او داسلامي او افغاني فرهنګ  پرخلاف عمل  وباله او عاملين يې  دپرديو مزدوران وبلل.
جمهوررييس دخپلې  ژورې  خواشينۍ  اوډاډګيرنې مراتب دشهيدانو کورنيو
ته څرگندوي . او دلوى  خداى ( ج)  له دربار څخه  هغوى ته دجميل صبر اوټپيانو ته دسملاسي روغتيا هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته