سیاست

اعلاميه

کابل_باختر د تلې د مياشتې٢٦مه
دملي شورا دمشرانوجرګې اعلاميه
دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلم يار اوغړو يې په خواشينې سره خبر ترلاسه کړ چې وينې څښوونکو، اجيرو او وحشي صفته ترهګرو پرون سهار دپکتيا ولايت په امنيې قوماندانۍ دډله ييزو اوموټر بمب بريدونو په ترسره کولو ددغه ولايت دامنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني په شمول يوشميرامنيتي منسوبين اوملکي وګړي شهيدان اوټپیان کړل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
مشرانو جرګه د هېوادله امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د ملاتړ تر څنګ،ټينګارکوي چې کشفي او استخباراتي ادارې دې خپلو مسؤوليتونو ته لازمه پاملرنه وکړي او ددښمن د شومو موخو په پيژندلو او لمنځه وړلو کې خپلې هڅې ګړند‌‌ۍ کړي.
دسنا مجلس زياتوي په داسې حال کې چې په عمان هېواد کې دافغانستان دسولې په اړه څلور اړخيزې خبرې روانې دې خو داسلام اوبشريت دښمنان لاهم دافغانانو دوينو تويولوڅخه لاس نه اخلي.
مشرانو جرګه دحکومت له مشرتابه غواړي، ددې ترڅنګ چې دسولې خبرې پرمخ بيايي دجګړې په ډګرکې دې هم له دښمن سره د زورله دريځه کار واخلي همداراز له نړيوالې ټولنې څخه په کلکه غواړي چې د جګړې، وينې او هغه اور پر وړاندې چې نن په افغانستان کې بل دى نوردې بي توپير نه پاتې کيږي بلکې د تروريزم ملاتړي هېوادونه چې نور د نړيوالونه پټ نه دې پاتې تر نړيوالو بنديزونو،سياسي،  اولازمو اقتصادي فشارونو لاندې ونيسي.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته