امنیت

په کندزکې دکومانډويانو په عملياتوکې لسګونه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل باختر د ليندۍ څلورمه :
په کندز ولايت کې د درېيو شپو او ورځو په بهيرکې د کومانډويانو د عملياتو له امله څه دپاسه ٥٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د ځانګړو عملياتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن عبدالقيوم نورستاني د باختر اژانس خبريال ته وويل چې د کومانډويانو ګډ چاڼيز عمليات چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ څلور ورځې مخکې د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوي و، په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.
نورستاني زياته کړه چې په دغو عملياتوکې د دوى د مشهورو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ٥٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څو کلي د دوى له شتون څخه پاک شول.
د نورستاني د څرګندونوله مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې  ٢٣ ماينونه کشف او شنډ شوي او د دښمن دوه هاوانونه، يوه داشکه او دوه موټرسايکلونه له منځه تللي او د هغوی  ١٥ قرارګاوې او ٦٠ کلک سنګرونه ي ويجاړ شوي دي.
  ختم _ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته