سیاست

جمهور ریس غني: د هېواد ملي ګټې زموږ د بهرني سیاست محور جوړوي

کابل باختر دثورنهه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمداشرف غني ، د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني او د هغه وزارت له رهبري پلاوي سره وکتل او د بهرنیو چارو وزارت د لومړنیو سلو ورځو پلان  یې وڅيړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د بهرنیو چارو وزیر د دغه وزارت د بنسټیزو او بشري سرچینو، عامه ډيپلوماسۍ، اقتصادي پراختیا، امنیتي، فرهنګي او روزنیزو چارو کې د اساسي اصلاحاتو، له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د مناسباتو د ټینګولو او د هېواد د بهرني سیاست له پنځو حلقو سره د هغو د تطابق، د سیمه ییزې همکارۍ، د اتباعو او کډوالو  دحقونو، د بشرد حقوقو او د ښځو د نړیوالو چارو او د افغانستان د بهرني سیاست  دعلمي کولو په برخو کې د دغه وزارت د لومړیو سلو ورځو پلان  وړاندې کړ.
جمهور ریس غني د بهرنیو چارو وزارت د لومړیو سلو ورځو پلان  له اورېدو وروسته د دغه پلان د برابرولو او د دغه وزارت له خوا د ترسره شویو چارو له امله قدرداني وکړه اوپه بهرنیو چارو وزارت کې یې د غوره سالارۍ پر اصل ټینګار  وکړ، وې ویل  چې زموږ د دولت  باور دا دی چې  هیڅ افغان له بل افغان څخه نه کم او نه هم  زیات دی. جمهور ریس وویل، دا مسله باید د بهرنیو چاروپه وزارت او بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان په ډيپلوماتیکو نمایندګیو کې په یو فرهنګ بدله شي.
جمهوررييس وویل چې د افغانستان سفارتونه باید  خلکو ته په خدمتګارو نمایندګیو بدل شي.
محمداشرف غني د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو د ظرفیتونو په څيړنې ټینګار وکړ، وې ویل چې پر ځینو سفارتونو باید تمرکز وشي او کارونه یې په اساسي ډول اصلاح شي.
جمهور ریس غني  په دې باندې په ټینګار سره  چې د هېواد بهرنی سیاست په حقیقت کې د هغه داخلي سیاست دی، په دې مانا چې بهرنی سیاست باید د څو کسانو په لاس کې محدود پاتې نه شي، بلکې په بهرني سیاست کې دخیل کسان باید دهېواد له داخلي سیاست سره بلد وي او په همدې ډول د هېواد کابینه او والیان  باید د هېواد په بهرني سیاست خبر وي.جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د هېواد ملي ګټې، زموږ د بهرني سیاست محور جوړوي او د افغانستان فعال بهرنی سیاست په هېواد کې د سولې او ثبات لامل کېږي.د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهور ریس له کډوالو سره د سیاسي نمایندګیو د مسوولینو او کارکوونکو د چلندڅرنګوالی مهمه وګاڼه او وې ویل چې موږ باید له هېواده بهر،  په ځانګړې توګه په  پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ملاتړ وکړو او ستونزې یې حل کړو.همدارنګه جمهور ریس زیاته کړه چې په عربي هېوادونو کې  دې د افغانانو دحقونو ملاتړ وشي او د کارموندنې په برخه کې دې زیاتې اسانتیاوې ورته  برابرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته