اقتصاد

بهرته د ۱۰۰۰ کارګرو د لېږلو پروژې په ګډون ۵۴ تدارکاتي موضوګانې منظورشوې

کابل/ د تلې لومړۍ/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې ۵۸ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې دملي تدارکاتو کمېسیون له ۱۱ میلیاردو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۵۴ مورده منظور کړل.
وروسته د حرارتي دستګاه او جنراتورونو د اړتیا وړد ډیزل تېلو د برابرولو او پېرلو پروژې او د ۱۳۹۸ کال د وروستۍ ربعې لپاره د وسایطو د تېلو او د بودجې د موجودیت په صورت کې د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ مالي کلونو لپاره په شپږ لاټونو کې د افغانستان برېښنا شرکت مطرح شوې غوښتنه دملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.
دغه راز له ارزونې او غور وروسته د یو شمېر تعدیل شویو پروژو د منظورۍ غوښتنه هم دملي تدارکاتو کمېسیون تائید کړه.
د کمېسیون په غونډه کې په ګرځنده ډول د واکسین د تطبیق د پراختیا لپاره د عامې روغتیا وزارت دملي تدارکاتو کمېسیون ته خپله غوښتنه وړاندې کړه چې له بحث وروسته دغه پروژه د لازیاتې ارزونې په موخه بېرته وروګرځول شوه.
اوزبکستان هېواد سره د بېلابېلو وسایطو د تفاهم لیک او قرارداد د منظورۍ په اړه د ملي تدارکاتو ادارې د عام اقلامو ریاست وړاندیز هم کمېسیون منظور کړ.
کرنې وزارت د ۳۴ ولایتونو لپاره د ۱۵۰۰۰ متریک ټنه غنمو تخم د پېرلو او لېږد پروژې د اوو ناکامو برخو د لارښوونې په اړه، غوښتنه غونډې ته وکړه چې د لا زیاتې ارزونې په موخه بېرته وروګرځول شوه، خو مالیې، اقتصاد، کرنې، اوبولګولو او مالدارې وزارتونو او ملي تدارکاتو ادارې ته دنده وسپارل شوه چې موضوع وارزوي او راپور دې د ملي تدارکاتو ادارې کمېسیون ته وړاندې کړي.
د ډبرو سکرو او ارچې لرګیو د اړتیا د تثبیت په اړه د ملي دفاع وزارت د لارښوونې وړاندیز هم ملي تدارکاتو کمېسیون تائید کړ.
دغه راز په غونډه کې له ایران څخه د 16-STM په ظرفیت د انټرنټ بندویټ د تدارک پروژې په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د لارښوونې غوښتنه وکړه چې له بحث او ارزونې وروسته دغه وزارت ته لازمې لارښوونې وشوې.
د ملي دفاع وزارت د اړتیا وړ یوقلم لبنیاتو (د باکیفیته وطني پیروي/قیماق) د تدارک په اړه  ملي دفاع وزارت او ملي تدارکاتو ادارې د عام اقلامو ریاست غوښتنه وکړه چې کمېسیون دغو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
سربېره پر دې د ملي دفاع وزارت د ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک پروژې په اړه د لارښوونې غوښتنه له بحث او ارزوني وروسته کمېسیون تائید کړه.
د استخباراتو لوی ریاست د ۴ پوړیزې ودانۍ جوړولو له امله د ۵۰ میلیون  څخه د زیاتو افغانیو د نه ورکولو په اړه هم د یوه ساختماني شرکت عریضه کمېسیون ته وړاندې او پرېکړه وشوه چې سیستیکا دې خپل راپور وړاندې او کورنیو چارو وزارت دې یاد شرکت ته د پیسو د ورکړې په اړه هڅه وکړي.
کورنیو چارو وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال تر پایه تقویمي مالي کال ته له پاملرنې پرته د اعاشوي او محروقاتي توکو د پروژو د منظورۍ په اړه د لارښوونې وړاندیز کمېسیون ته وکړ چې کمېسیون منظور کړ، خو د ولایتونو په کچه د یادو پروژو د مرحلو د پرمخ بېولو وړاندیز کمېسیون بېرته وروګرځاوه او مالیې، عدلیې، اقتصاد او کورنیو چارو وزارتونو، سیستیکا او ملي تدارکاتو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې دغه موضوع وارزوي.
ملي دفاع وزارت د تدارکاتو د نرخ اخیستو په طریقه کې د تعدیل په اړه د لارښوونې وړاندیز غونډې ته وکړ چې تر بحث او ارزونې وروسته ملي تدارکاتو کمېسیون په هغو پروژو کې چې د سیستیکا ادارې له لوري تمویلېږي، د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو د اعطا امرینو د پیسو صلاحیت له ۵ میلیون افغانیو څخه ۲۰ میلیون افغانیو ته لوړ کړ.
پردې سربېره د ملي دفاع وزارت په یوه لوا کې د پسه او چرګ غوښې د تعدیل په اړه د دې وزارت وړاندیز د دغې پروژې د ارزښت او اندازې په اړه د هر اړخیزو ارزونو په موخه بېرته وروګرځول شو.
د کابل ښاروالۍ د اړتیا وړ ۷۰/۶۰ ډوله ۱۰ زره ټنه مایع قیر د تهیې او تدارک پروژې قرارداد د لغوه کولو وړاندیز هم ملي تدارکاتو کمیسیون منظور کړ.
همداراز د چوکاټي قرارداد پر اساس د ډيزل، پټرول او خاورو تېلو په ګډون د کابل ښاروالۍ د اړتیا وړ درې قلمه نفتي تېلو پروژې په اړه د لارښوونې وړاندیز په هر اړخیز ډول تر ارزولو وروسته منظور شو.
له بل لوري، د کابل ښار د سړکونو لپاره د ترافیکي سګنالونو پروژې د مشخصاتو د تعدیل او بیې د زیاتوالي په اړه د لارښوونې وړاندیز تر بحث او دقت وروسته کمېسیون تائید کړ.
په همدې حال، ترانسپورټ وزارت (د چوکاټي قرارداد پر اساس) د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ دوه ډوله تېلو (ډيزل او پټرولو) د تدارک پروژې په اړه د لارښوونې وړاندیز غونډې ته وړاندې کړ او منظور شو.
له بل لوري، د اجنډا مطابق د کمېسیون غړو، د دې کمېسیون د پخوانیو لارښوونو د تحقق پر راپور هم بحث وکړ چې د تائید وړ وګرځېد.# پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته