سیاست

د افغا نستان د ملي شورا مشرا نو جرګه وايي هغه سړى چې په کند هارکې مهم دولتي مرکزونه کتلي دي تقلبي دى او ددغه مجلس غړيتو ب نه لري

٢  -کابلباختر دسلواغى ٢٩ مـــــــــــــــــه
څه مو ده مخکې يو سړى چې ځان يې محمد اصف سر حدي اود افغا نستان دمشرانو جرګې غړى معر في کړي دي د افغان سيمه ييز و مقا ما تو سره د کتنې په ترڅ کې ځينې مهم مرکزونه له دي جملي څخه د کندهار جيل هم کتلي دي
د افغا نستان د مشرانو جرګه په دې جرګه کې ددغه شخص د غړيتو ب دردولو په ترڅ کې ويلي دي چې شا يي دغه شخص له بنسټ پالو ډلو سره اړيکې و لري او په کند هار کې له سيمه ييزو مقا ما تو او ددولتي استرا تيژيکو ځايونو د کتنې په بهير کې پټ سندونه راټول کړې وي ؛دغه سړى له افغان
مقاما تو سره د کتنې په بهير کې ځان په مشرانوجرګه کې دغور د خلکو انتصا بي استا زي معر في کړي دي .
د ا په داسي حال کې ده چې د مشرانو جرګې لو مړۍ نايب محمد علم ايزد يار وايي چې دوي د محمد آصف سرحدي په نا مه کوم يو غړى نه لري
د ايزديار دڅرګند ونو له مخې دغور ولايت په مشرانو جرګه کې د محمد دا وود غفاري او معاون احمد په نا مه دوه تنه غړي لري چې هغه هم انتخا بي دي نه انتصا بي
ايزد يار د هغه څه په غبر ګون کې چې ده د امنيتې مرکزو نو بي پروا يي او نه پا ملرنه و بلله د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل که چير ي دغه سړى په کند هارکې  پټ دولتي اسرار او سندو نه رټول کړي وې په دغه ولايت کې سيمه ييز مقا مات به ځوا ب ورکوونکى وې
د مشرانو جرګې لومړۍ نايب خبر داري ورکړ که چيري په امنيتي مرکزونوکي دغه بي پروا يي اوخپل سرى تکرار شي کيداى شي د افغا نستان  ته ناوړې  پايلې و لري
له بلي خوا په کند هارکې سيمه ييز مقا مات د مشرانو جرګې ادعاګاني ردوي او وايي چې دغه سړى په رشتينې تو ګه د
مشرانو جرګې غړى دى
دکندهار درسنيو ددفتر مسوول د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل چې محمد اصف سرحدي په مشرانو جرګه کې دغور د  خلکو استا زي اود دغه ولايت د برحال والي دتره زوي دي
ده وويل چې ښا غلي سرحدي کند هار ته له کا بل څخه دخپل شخصي موزيم د ليږدونې د لارو چارو دڅيړنې په مقصد ددغه ولايت له والي ، داطلاعاتو او فرهنګ له رئيس او په دغه ولايت کې له څو تنو مسوولو کسا نو سره کتلي دي
په اوس وخت کې د مشرانو جرګې دتقلبي غړى د برخليک په باب کوم خبر نشته
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته