امنیت

په ننګرهار ولايت کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور درې تنه ونيول شول

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٦ :
درې تنه په ننګرهار ولايت کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول.
دغه کسان په بيلابيلو پيښو کې دامنيتي مامورينو دعملياتو اوپلټنې په بهيرکې 
دلسګونو کيلوګرامو نشه يي توکو سره دليږلو په وخت کې نيول شوي دي.
دننګرهار ولايت  دپوليسو يوه  مقام دباخترآژانس خبريال ته وويل چې له دغو کسانو څخه په لسګونو کيلوګرامه  چرس او هيروئين ترلاسه شوي دي.
نيول شويو کسانو نشه يي توکي په مهارت سره په موټر کې ځاى پرځاى کړي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته