سیاست

جمهور رييس : دغه هيواد هميشنۍ سوله غواړي نه جګړه .

کابل باختر د مرغومي يوولسمه :
په برياليتوب سره دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهير دبشپړيدو دنمانځنې او په مستقله توګه دهيواد دخپلواکۍ ځمکنۍ بشپړتيا او دملي واکمنۍ  په دفاع  او ساتنه کې دامنيتي ځواکونو دميړانې او زړورتيا ددرناوي رسمي  مراسم نن دجمهوري رياست په ارګ کې پرځاى شول .
دباختراژانس دخبريال  دخبر له مخې، په دغو مراسمو کې چې  دهيواد د پخواني جمهور رييس حامدکرزي ، دجمهوري رياست دمرستيال قانونپوه سروردانش ، اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  او دهغه دمرستيالانو، دملي شورا ددواړو مجلسونو درييسانو ، دافغانستان دعالمانودسراسري شورا او دسولې دعالي شورا درييسانو دوزارتونو دسرپرستانو ، دنړيوالو ځواکونو قوماندان او په کابل کې دبهرنيو هيوادونو دسفيرانو او دامنيتي ځواکونو دافسرانو  او منسوبينو په ګډون پرځاى شول ، دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  او دوسله وال پوځ اعلي سرقوماندان محمد اشرف غني خبرې وکړې اوويې ويل دهيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو منسوبين دافغانستان رښتينې بچيان دي او دهيواد په دفاع کې يې تل په يوه ليکه کې دخلکو په همکارۍ سرښندنې کړي دي .
جمهوررييس دهيواد له امنيتي ځواکونوسره دخلکو ملاتړپه خاطر مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل چې خلک بايد دهيواد له امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او له ديني عالمانو ، مدني ټولنې او دافغانستان له ټولو خلکو څخه يې وغوښتل چې په غوڅه توګه دهيواددامنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي .
جمهور رييس په هيواد کې دسولې په تامينولو  باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې په افغانستان کې دجګړو او دهغو د مصيبتونو له امله ښځو زيات زيان ليدلى دى  ټول بايد په يوه غږ ووايو چې دغه هيواددهميشنۍ  سوله غواړي ، نه جګړه  جمهور رييس په دغو خبرو کې په افغانستان  کې دسولې په تامينولو کې دمدني ټولنې ، رسنيو ، ديني عالمانو ، دقومونو دمشرانو او دنړيوالې ټولنې رول ستروباله .
وروسته  دملي دفاع وزارت سرپرست څارنپوه  عنايت الله نظري ، دکورنيو چارو وزارت سرپرست ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي او دملي امنيت دلوى رياست سرپرست رحمت الله نبيل دمستقلانه دفاع لپاره دامنيتي ځواکونو دتياري په باب خبرې وکړې .
په پاى کې جمهور رييس دهيواد اتلسو تنو امنيتي منسوبينو او دايساف شپږو تنو منسوبينو ته مډالونه ورکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته