روغتیا

د نايب امين الله خان لوګري روغتون د ( باکتريالوژي ) کلچر برخه پرانستل شوه

پل علم باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٤ :
د نايب امين الله خان لوګري د روغتون د (باکتريالوژي ) کلچرڅانګه پرون پرانستل شوه.
په دې څانګه کې يو ميليون افغانۍ لګښت راغلى او د زون په کچه د ناروغۍ د تشخيص يواځينى مرکزى دى.
د باختر آژانس دخبرله مخې : 
د دغه مرکز د پرانستلو په مراسموکې د لوګر والي محمدحليم فدايي،  د لوګر د ولايتي شورا غړو، د لوګر د عامې روغتيا رييس او د نايب امين الله خان لوګري د روغتون رئيس او ډاکترانو ګډون درلود.
د لوګر والي محمدحليم فدايي د باختر آژانس له خبريال سره  په خبروکې ددغه مرکز پرانستل د زون په کچه د ناروغيو په تشخيص کې يو بريالى ګام وباله او زياته يې کړه: د دغه مرکز په فعالولو سره به نوره اړتيا نه ده چې خلک خپل ناروغان کابل ته وليږدوي.
دغه راز د لوګر والي د ناروغيو په درملنه کې د عامې روغتيا وزارت د سروې  او څيړنې له مخې د نايب امين الله خان لوګري د روغتون لپاره د دويم مقام د اخيستلو مبارکي وويلله او زياته يې کړه: په سلوکې ٩٧ وګړي د دغه روغتيايي مرکز له خدمتونو څخه راضي دي، خو په سلوکې د درې نورو وګړو نه رضايت د لوګر د وګړو ناسمه سرشمېرنه ده.
د لوګر د عامې روغتيا سرپرست ډاکتر ګل الرحمن شاهي وويل: د دغه روغتون  د باکتريالوژي (کلچر) څانګه چې د زون په کچه په عصري وسايلو سره سمباله ده، مهم او معياري  مرکز دى. د دغې څانګې  په فعاليدو سره به ډاکتران وکولاى شي له والګي او نورو خطرناکو ناروغيو څخه په سمو معايناتو سره  نمونه واخلي  او په لږ اقتصادي لګښت سره سمه درملنه وکړي.
د يادونې وړ ده: اوس د لوګر ولايت په مرکز او ولسواليوکې٥٣ روغتيايي مرکزونه فعال دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته