ټولنه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د ډادګيرنې او خواخوږۍ پيغام

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ١١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د ډادګيرنې او خواخوږۍ پيغام
په ژورې خواشيني سره مې خبرترلاسه کړ چې يو ملي سوداګر او د اندخوى يو قومي مخور الحاج محمدعظيم په يوه ترافيکي پيښه کې وفات شو.
انالله و انا اليه راجعون
ارواښاد الحاج محمدعظيم يوملي سوداګر او په اندخوى کې دسوداګرۍ دخونو رييس و. خپل ژوند يې خلکوته دخدمت لپاره وقف کړ او په هرراز شرايطوکې د اندخوى  د سوداګرو خلکو خدمتګاره او همکار و. مړينه يې يوه ضايعه ده .
دخپلې ژورې خواشيني او ډاډګيرنې مراتب د ارواښادکورنۍ، دوستانو او دفارياب ولايت خلکو ته څرگندوم او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه متوفى ته د مغفرت  اوپاتې کسانوته يې د جميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته