پيښور ډيلي تايمز باخترد ثور دمياشتې ١٤ :
دجنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې دپاکستاني پوځيانو او د طالبانو ترمنځ د نښتې له امله څه ناڅه پنخه تنه ووژل شول .
په وژل شويو کسانوکې يو عسکر اوڅلور تنه طالبان شته .
د ډيلي ټايمز ورځپاڼې دخبرله مخې: دغه جګړه پرون ناوخته هغه وخت ونښته چې يوې ډلې مليشه طالبانو د لادها په سيمه کې دپوځيانو په يوې پوستې بريد وکړ.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې: له دغه بريدوروسته پوځيانو له طالبانوسره متقابلې ډزې وکړې چې د دواړو لورو ترمنځ د سر د زيان سبب شوې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ