کابل باختر د مرغومي پنځلسمه :
يوتن په ننګرهار ولايت کې دانسان تښتونې په تور ونيول شو .
دغه سړى نن دامنيتي ځواکونو دځانګړو عملياتوپه بهير کې له جلال اباد ښار څخه ونيول شو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل : دغه سړى ټيک هغه وخت چې غوښتل يې يو تن وتښتوي ونيول شو .
ده وويل نيول شوي سړي دانسان تښتونې په څو پيښو اعتراف کړى دى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې اتلس تنه په ننګرهار ولايت کې دجنايي پيښو په اړوند ونيول شول .
پوليس وايي دغه کسان دتيرو څليرويشتو ساعتو په بهير کې دغلا ، انسان تښتونې ،وژنې اودنشه يي توکو دپلورنې او قاچاقو په تور دننګرهار ولايت له بېلابېلو سيمو څخه نيول شوي دي.
13 1 دقیقه لوستل