کابل باختر دثور دمياشتې ٢٤ :
د هرات ښارپه ستر جامع جومات د بمې بريد په تور درې تنه ونيول شول.
دغوکسانو يوه کنترولي بم دهرات ښار دستر جامع جومات په ختيځ پارک کې ځاى پرځاى کړى و چې دظفر قول اردو د لومړۍ لوا د استخباراتو دپرسونل په پلټوونکو عملياتوکې کشف او شنډکړى شو.
د ظفر قول اردو مسوولين وايي چې دغه بم دافغانستان د خلکو د سولې او امنيت د دښمنانوله خوا په وينو او خاروکې دلمونځ کوونکو دلړلو اولت پت کولو په مقصد دهرات ښار دستر جامع جومات په پارک کې ځاى پرځاى شوى و چې داستخباراتو د آمريت دپرسونل له خوا کشف شو.
له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې اوتحقيقات پيل شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ