امنیت

په افغانستان کې دوسله والو طالبانو دډلې دڅلورو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو نيول کېدل .

کابل باختر دسلواغي اتمه
دوسله والوطالبانو  دډلې  څلور تنه  سيمه ئيز قوماندانان په افغانستان کې ديو لړ پوځي عملياتو په بهير کې ونيول شول .
دغه قوماندانان  نن سهار او تيره شپه دهلمنددواشير ، دپکتيا دزرملې او دننګرهار د خوږيانيو ولسواليو او دلښکرګاه ښار  په مربوطاتو کې  نيول شوي دي
  ناتو باختر اژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره وايي  دغه قوماندانان کله چې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و  دافغان  پوځيانو او دناتو دځواکونو له خوا پرې بريد وشو او ددوى تر امر لاندې له پنځلسو تنو سره  ونيول شول .
  ويل کېږي  چې ددغو عملياتو په بهير کې پوځيانو دوسله والوطالبانو د جنګي وسايلو څو ډيپوګانې هم ترلاسه کړي دي .
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده  چې نيول شويو قوماندانانو په خپلو سيمو کې په زياترو ناامنيو کې لاس درلود .
په دې خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهير کې افغان پوځيانو او دناټو ځواکونو او ملکې وګړو ته دسردرسيدلو زيانونو په باب  څه نه دى ويل شوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته