ټولنه

دحامد کرزي پيغام

کابل – باختر دلنډى لومړى
داسلام دستر پيغمبر داهل بيت د ژوندانه او کارنامې دسيمينار په مناسبت دافغانستان د اسلامى جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي پيغام .
دپيغمبر (ص) داهل بيت مقام او دريځ دمسلمانانو په ذهنيت کې ډير ستر او څرګند دى، مسلمانانو په هروخت او دتاريخ په هره پيړۍ کې دنبى کريم (ص) داهل بيت دشخصيت او مقام په نسبت ستر احترام او ارزښت ورکړى دى.
اهل بيت دپيغمبر (ع) دلوړو او ځلاندو هدفونو په تحقق کې دخداى ددين په پراختيا ،دمدني ټولنې په جوړولو ،دديني ارزښتونو په خپرولو او بنسټيزکولو او دعلومو او ښوونې په پراختيا او داسلامى مدنيت په پراختيا کې داسلام په تاريخ کې په خپل نامه زياتې کارنامې او ارزښتونه ثبت کړي دي.
په همدې خاطر دى چې دپيغمبر (ع) اهل بيت له مسلمانانو سره ډيرلوړ دريځ لري، ډير لوړ مقام يې ځان ته ګټلى دى . په ټولو علمي غونډو او ټولنو او په ټولو تاريخي دورو کې يې دمسلمانانو ترمنځ زيات حرمت ځان ته پيداکړى دى . مسلمانانو دهغو ځلاندو کارنامو ته د ډيرو سترو وياړونو او د ډيرو پرتمنيو تاريخي ارزښتونو په توګه کتلى او دفاع او ساتنه يې کړې ده.
داهل بيت دمفکورو کتنه او دهغوى دسر ښندنو ،ځان تيريدنو ،قربانيو او هلو ځلو درناوى  او دمسلمانانو دژوندانه دزرين تاريخ دبهير يادونه ،په همدې حال کې چې دهغو لوړ شخصيت درناوى او لمانځنه ده او هم دتاريخ په اوږدوکې دهغودنه ستړې کيدونکو هڅو او هاند درناوى په حقيقت کې دعالم اسلام ددغو غوره شخصيتونو او لويانو له کارنامو او کړو وړو څخه د درس يو ډول زده کړه هم ده.
داسلام دستر پيغمبر داهل بيت دفکرى او تاريخي ارزښتونو په باب له کارنامو او مفکورو څخه په استفادې سره کولې شو زموږ د اوسني نسل او راتلوونکو نسلونو لپاره ښه درسونه او زده کړې طرحه کړو.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دنورو علمى او څيړنيزو غونډو په شان ددغه سيمينار په جوړولو او پرانستلو کې  ددغه وزارت نوښت ستايم او دهيواد دفرهنګ د برخې ټولو کارکوونکو او ددې سيمينار ناستو برخه والوته دبرياليتوب هيله کوم او بشپړ باور لرم چې داسلام دستر پيغمبر داهل بيت کړه وړه او کارنامې دمسلمانانو او دافغانستان دخلکو اوپه تيربيا زموږ دځوان نسل په استقامت ورکولو ،لارښوونې او رهبرى کې ډير ارزښتناک دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته