نړۍ

په مصر کې بې سارې مظاهرې

 قاهره رويترز باختر دسلواغې دمياشتې  ١ :
په مصر کې دامنيتي خبرځايونو او عيني شاهدانو دڅرګندونوله مخې : ددغه هېواد خلکو تيره شپه  دقاهرې ښار په مرکز کې  بې سارې حکومتي ضد مظاهرې وکړې.
درويترز دخبري آژانس دخبرله مخې :  دغه اعتراضونه  د ٢٠١١ ميلادي کال دګړنيو پاڅونونو له کاليزې څخه  څلور ورځې مخکې چې دحسني مبارک  دراپرځولو سبب شو ترسره  کيږي .
امنيتي خبرځايونو وويل :  اعتراض کوونکو  د(  مړ  دې وي  پوځي حکومت )  او            (  خلک  درژيم  دله منځه تللو غوښتنه کوي )  شعارونه ورکول.
امنيتي  ځواکونو دمظاهره کوونکو د خورولو لپاره له اوښکي بهونکي ګازو  او ساچمه يي ګوليو څخه استفاده وکړه او ديارلس تنه يې ونيول .
دبشر دحقوقو  پلوي ډلې  دمصر په   حکومت دبشر د حقوقو دنقضولو تور لګوي .
دمصر جمهوررييس عبدالفتاح السيسي په روانه اوونۍ کې دمصريانو داعتراضون حق  خوندي وباله  اوپه عين حال کې  خبر دارى ورکړ  چې   اوس  هر راز مظاهرې کولاى شي    دمصر  ګدوډ اقتصاد ته زيات زيان ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته