ورزش

دشل کلنو ځوانانو د فوټبال سيالۍ دوام کوي.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٧
په هرات کې دشل کلنو ځوانانو د فوټبال سيالۍ نن په څلورو لوبو سره دوام کوي دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل دغه سيالۍ د ارش او امو ، کوهستان او پيروزى ،ابومسلم او د پامير او د پيام اسيا او د آزادۍ د ټيمونو ترمنځ ترسره کيږي .
دضيا دڅرګندونو له مخې دشل کلنو ځوانانو دفوټبال د ديرشو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام کوي په پرونيو سياليو کې دهيري ،جامي ،استقلال او د اريانا ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول.
دغه سيالۍ هره ورځ په څلورو لوبو سره په هرات کې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته