اقتصاد

له حکمي او حقیقي اشخاصو څخه د مالیې د اخیستنې په اړه د مالیې وزارت رسمي لید لوری

کابل باختر  دمرغومي ١٦
پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون له مخې ټول حکمي او حقیقي اشخاص د مالیاتو په ورکړې مکلف دي. مالیې وزارت د دې قانون سره سم له ټولو هغو حکمي او حقیقي اشخاصو څخه چې په افغانستان کې فعالیت کوي انتفاعي مالیه او پر عایداتو باندې مالیات اخلي.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
انتفاعي مالیه له هغو مالیاتو څخه ده، چې د نا خالصو عوایدو له سر جمع (پلور) د هر ډول کسراتو له وضع کیدو څخه وړاندې پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون د ۶۶ مادې د مندرج نورم سره سم لاس ته راځي.
پر عایداتو باندې مالیات په کسب او سوداګرۍ کې د ثابتې شتمنۍ د پلور او تبادلې څخه ګټې ته ویل کېږي.
په دې اساس پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون عام دی او هیڅ حکمي او حقیقي شخص د دې قانون د مندرجو احکامو سره سم مستثنی نه دی.پاى-فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته