ټولنه

حامدکرزی په میدان وردګو او پکتیکا کې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٢٢مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی د میدان وردګو او پکتیکا په ولایتونوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو او له پیښو سره د مبارزې د ادارې او نورو اړوندو ادارو چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې زیان رسېدونکو ته ډيرژر بیړنۍ مرستې و رسوي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس د ويندوى د دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د رپوټونو له مخې، د میدان وردګو او پکتیکا په ولایتونو کې دغو سیلاوونو شاوخوا ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده او ګڼ شمېر کورنۍ یې زیانمنې کړې دي.

حامدکرزی د دغو طبیعي پیښو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای له دربار څخه هغوی ته د جمیل صبر هیله کوي.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته