سیاست

دافغانستان دانتخاباتو درايو دجمع بندۍ په باب دامريکا دسفارت اندېښنې

کابل / دامريکا غږ دتلې ١٠مه / باختر :
په کابل کې دامريکا سفير جان بس  ويلي دي په دې باب  دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون  دضدونقيض رپوټونو په اړوند چې څه وخت به  درايو دجمع بندى ملي مرکز پرانيزي ، اندېښنه لري .
جان بس پرون په خپل تيويتر پاڼه کې ليکلي دي  چې دغه کار  دافغانستان دانتخاباتو په باب ستونزې زياتوي .
دغه راز ليکلي دي مهمه ده چې دافغانستان دانتخاباتو کمېسيون کورنيو کتوونکو او دافغانستان خلکو ته دغه موضوع روښانه کړي .
داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان  دانتخاباتو کمېسيون رييسې حوا علم نورستانى پرون  دامريکا غږ ته وويل  چې، کمېسيون  دقانون له مخې عمل کوي ميرمن نورستانى وويل: موږ دتلې ٢٧ نيټه  دانتخاباتو دابتدايي نتيجو داعلام لپاره ټاکلى دى، خو دې وويل چې، قسمي رايې هره ورځ دهغو له ترلاسه کولو وروسته اعلامېږي .
دافغانستان دانتخاباتو کمېسيون دغه راز ويلي دي چې تراوسه پورې دوه ميليونه پنځه سوه اته نوي زره  څلور سوه  پنځه څلويښت رايې  شمېرل شوي دي
مخکې له دې دامريکا دبهرنيو چارو وزير  مايک پمپيو دافغانستان دجمهوري رياست په انتخاباتو کې درايو صندقونو ته دافغانانو د ورتګ  دستاينې په ترڅ کې  په يو تويت کې له انتخاباتي بنسټونو څخه وغوښتل چې دنتيجو دشفاف جدول بندي او دانتخاباتي شکايتونو دڅېړنې لپاره ټول اقدامات ترسره کړي  داپه داسې حال کې ده چې دمحمد اشرف غني ددولت جوړونکي  او دعبدالله عبدالله دثبات او همپالنې دانتخاباتي ټيمونوپه ګډون  انتخاباتي ډلې د برياليتوب اعلام کړى دى خو دانتخاباتو کمېسيون دنوماندو او ددوى له  ټيمونو څخه غوښتي دي چې دغيرمسوولانه  څرګندونو څخه ډډه وکړي او پرېږدي  چې دکمېسيون  څېړنې پاى ته ورسېږي او رسمي نتيجې  اعلام شي .
  ختم_ ج _ اکرم

                                                                 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته