سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابلباختر د لړمد مياشتې٢
د افغانسان داسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
لومړی د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د بروکسل کنفرانس د پایلو راپور وړاندې کړ، وې ویل، د بروکسل دوه ورځنی کنفرانس په بلجیم کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په مشرۍ د افغانستان د لوړ پوړي پلاوي، د ۷۵ هېوادونو او ۳۰ بنسټونو او بین المللي سازمانونو په ګډون جوړ شو. د افغانسان پلاوي د اصلاحاتو، ښې حکومتوالۍ، ښځو حقونو، د خصوصي سکتور د پانګونې، اقتصادي ودې او نورو مواردو په هکله د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې وړاندې کړې، چې په پایله کې بین المللي ټولنې د افغانستان د ژمنو د اجرا ارزونې څخه وروسته ۱۵.۲ میلیارده امریکایي ډالره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان د انکشافي لومړیتوبونو په برخه کې ژمنه وکړه.
کابینې د بروکسل کنفرانس پایلې د هېواد د راتلونکي لپاره ګټورې وبللې او د مالیې وزیر او په دې پروسه کې دخلیو کسانو څخه یې مننه وکړه، مالیې وزارت یې موظف کړ چې بروکسل کنفرانس کې د افغانستان د ژمنو تطبیقي پلان ترتیب او د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. همدارنګه کابینې د مالیې، د حج او اوقافو وزارتونه موظف کړل چې د بروکسل کنفرانس او په روان کال کې د بیت الله شریف حج پروسې د بریالي ترسره کېدو په خاطر د هغو کارکوونکو د تقدیرولو وړاندیز چې په دې برخه کې یې کوښښونه کړي ترتیب او جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش د عمومي ریاستونو او کمیسیونونو په سرلیکونو کې د مستقل کلیمې د کارولو د څرنګوالي په اړه د موظف کمیسیون راپور غونډې ته وړاندې کړ او زیاته یې کړه، د مستقلو ادارو او ریاستونو ایجادول د دغو بنسټونو د عدم مسوولیت او ځواب ویلو په مانا نه ده. هغه وویل، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون او اساسي قانون ته په کتو د ټولو ایجاد شویو ادارو په نوم کې د مستقل کارول د اصولو خلاف وو او ایجابوي چې د امکان تر بریده د مستقل تر سرلیک او نوم لاندې ایجاد نشي او د ریاستونو او ادارو له نومونو څخه مستقل کلمه د هغو په تقنیني اسنادو کې حذف شي.
کابینې د عمومي ریاستونو په سرلیکونو کې د مستقل کلیمې کارولو په هکله د جمهوري ریاست د دویم مرستیال برابره شوې طرحه د هېواد د اساسي قانون د صراحت مطابق تصویب کړه، عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال سره په همکارۍ د دولتي ادارو د فعالیت د څرنګوالې مقرره ترتیب او پړاونه یې بشپړ کړي.
د مالیې وزیر د حقیقي او حکمي اشخاصو د ۱۳۹۴ل د څلورمې ربعې د ۳۷۳ میلیون افغانیو مالیاتي جرایمو د عفوې په هکله د هغه وزارت پیشنهاد غونډې ته وړاندې کړ او وې ویل، د مالیاتو چارو ادارې قانون د ۳۵ مادې مطابق زیات شمېر مالیه ورکوونکي تر جریمې لاندې راغلي چې یاد متشبثین د مالیاتو چارو ادارې قانون څخه د نه خبرتیا له امله په ځنډ د اظهار نامې فورم د برابرولو د جرایمو د معافیت غوښتونکي شول چې دا موضوع کابینې تصویب کړه.
وروسته د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني او د هغه وزارت اداري معین په خلیج کې په افغاني پاسپورټونو د هېوادوالو د پاکستاني پاسپورټونو د بدلون ستونزه غونډې ته وړاندې کړه.
کابینې د کډوالو د پاسپورټونو بدلول د دولت د لومړیتوبونو جز وباله، بهرنیو چارو وزارت یې موظف کړ چې دا پروسه چټکه کړي، د هغو د اجراتو او واضح حساب ورکولو څرنګوالي په اړه جمهوري ریاست ته راپور ورکړي. 
د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د هند مرستو څخه د کوچینو انکشافي پروژو SDPد وضعیت راپور له ننګونو او وړاندیزونو سره یو ځای غونډې ته وړاندې کړ وې ویل، د هند د ۲۰ میلیون ډالري او ۱۰۰ میلیون ډالري مرستو څخه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کوچنیو انکشافي پروژو د ملي برنامو د طرحې او تطبیق پروګرام  د تطبیق په منصه کې قرارداد شوی دی چې دا پروژې د پوهنې، عامې روغتیا، کرنې، کلیو پراختیا، فواید عامې، لوړو زده کړو، کار او ټولنیزو چارو، اوبو او برېښنا ښځو چارو، کډوالو وزارتونو د سیمه ییزو ارګانونو عمومي ریاست، بدني روزنې او سپورت ریاستونو اړوند دي.
کابینې وړاندې شوې طرحه په پرنسیب کې تائيد کړه ، اقتصاد وزارت یې موظف کړ چې د یوې ارزښتناکې پروژې د جوړولو په موخه د هند هېواد سره حد اقل د ځانګړو شویو پیسو ټاکل شوې محدودې تفاهم وکړي او هم یې زیاته کړي. همدارنګه هغه وزارت یاده شوې طرحه د دغې پروسې د زیات ساده کولو په موخه د ښځو چارو وزارت په ګډون سکتوري وزارتونو سره بیا وارزوي او د پایلې په هکله یې د کابینې غونډې ته راپور وړاندې کړي.
په همدې ترتیب د اقتصاد وزیر د کابینې د ۲۵ فقرې لارښوونې په اساس دافغان نساجي ملکیتونو په هکله د موظف کمیسیون راپور اسنادو ته په پام د کاپیسا، بغلان، پروان، کندز او کابل ولایتونو په مربوطاتو کې د افغان نساجي شرکت د جایدادونو په هکله د هغه کمیسیون اسنادو، سوابقو او شواهدو ته په کتو سره غونډې ته معلومات وړاندې کړل.
کابینې د موظف کمیسیون پیشنهادي طرحه تائید کړه، کورنیو چارو وزارت یې موظف کړ چې له اقتصاد وزارت سره په همکارۍ د افغان نساجۍ د جایدادونو په بېرته ترلاسه کولو کې عاجل اقدام وکړي. همدارنګه د لوی څارنوالۍ اداره د افغان نساجۍ د جایدادونو دوسیې چې د هېواد په محکمو کې په دوران کې دي چټکې کړي او د عدلیې وزارت د دولت د قضایاو ریاست د هېواد په محکمو کې د دولت د حقونو دفاع وکړي.
په غونډه کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرې د ملکي خدماتو کارکوونکو د تقاعد حقونو تنظیم مقررې د اومې مادې (۲) فقرې د تعدیل طرحې په هکله د موظف پلاوي نظر او د هغوی مالي او حقوقي ستونزو سره یو ځای وړاندې کړ.
کابینې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیره موظفه کړه چې دا موضوع د هېواد د جمهور رئیس په مشرۍ په غونډه کې د تصمیم نیولو په موخه مطرح کړي.
د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیرې د شهیدانو او معلولینو د معاشونو د امتیاز په هکله د هغه وزارت پیشنهادي طرحه غونډه کې مطرحه کړه.
له هر اړخیز بحث وروسته کار او ټولنیز چارو، مالیې او عدلیې وزارتونه موظف شول چې وړاندې شوې طرحه د پولي وجوه په مشخص کولو سره د امتحاني پروسو کامل وضاحت شاخصونو او معیارونو ته په کتو بیا وګوري او توافق شوې طرحه د کابینې وروستیو غونډو ته وړاندې کړي.
ورپسې د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني د افغانستان برېښنا ماسټر پلان د بیا کتنې په هکله د ماسټر پلان د نوي والي لپاره پیشنهادي طرحه د حل لارو وړاندې کولو سره یو ځای غونډې ته وړاندې کړه.
وړاندې شوې طرحې کابینې په پرنسیب کې تائید کړې. دانرژۍ او اوبو وزارت موظف شو چې د برېښنا ماسټر پلان په انډوليزه توګه د هېواد په ټولو ولایتونو کې ترتیب او تخنیکي مسایل یې مشخص او واضح کړي، د خصوصي سکتور مشارکت ته په کتو د افغانستان د برېښنا ماسټر پلان بشپړ او د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
وروسته د لوړو زده کړو وزیرې او د ښارجوړولو وزارت سرپرست د کابل پوهنتون د استادانو د استوګنیزو اپارتمانونو په اړه د ټاکل شوي پلاوي نظر له درېو انتخابونو سره وړاندې کړ. کابينې پرېکړه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزیره او د کابل پوهنتون رئیس دې له استادانو سره توضیحي خبرې وکړي، د بدیل ځای تر چمتو کولو پورې دې هغوی ته مناسب ځای په کرایه ونیول شي، همدارنګه د ښارجوړولو وزارت موظف شو چې په قصبه، خانه سازۍ، یا هم تهیه مسکن کې د استادانو لپاره د یو بلاک جوړولو طرحه ترتیب او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.
ورپسې د ښارجوړولو وزارت سرپرست او اداري معین د وزارتونو او دولتي ادارو سرجمع بودجې څخه د دغه وزارت د طلباتو وضع کولو غوښتنه غونډه کې مطرح او زیاته یې کړه، دا په مرکز او ولایتونو کې د هغوفعالیتونو پورونه دي چې د وزارتونو او دولتي ادارو د غوښتنې په اساس د ښار جوړولو وزارت له خوا دي، چې دغه وزارت د غوښتل شویو چارو د ترسره کولو وروسته د ښارجوړونې د لایحې او طرز العمل له مخې حق الزحمه سنجولې او د تر لاسه کولو لپاره یې اړوندې مرجع ته لیږلې، خو ادارو د خپلو موخو د ترلاسه کولو وروسته د حق الزحمې په انتقال کې ځنډ کړی دی چې له دغه ځنډ سره د ښار جوړولو وزارت نشي کولی خپل کلنی پلان پلی کړي.
کابینې د ښار جوړولو وزارت موظف کړ، چې د دولتي ارګانونو پورونه د سندونو له مخې هغوی سره مطرح کړي، د هغوی د توافق له ترلاسه کولو وروسته دې وروستۍ طرحه د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
ورپسې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي  په ولایتونو کې د پوهنې ریاستونو د عمومي تعلیماتو د معاونیتونو درېیمه رتبه بستونه چې ښځو ته ځانګړي شوي دي غونډې ته وړاندې کړل او زیاته یې کړه، په ملکي خدمتونو کې د ښځو د حضور زیاتولو او مدیریتي پستونو ته د هغوی د ارتقا په موخه د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د پوهنې ریاستونو کې د عمومي تعلیماتو په برخه کې شته معاونیتونه د موجودو امتیازاتو او حقوقو په حفظ سره په مرکز او ولایتونو کې مماثل بستونو کې وګماري او په ځای یې په شرایطو برابرې ښځينه کارمندانې د پوهنې ریاستونو د عمومي تعلیماتو په برخو کې د سرپرستو معاونینو په توګه وټاکي.
وړاندې شوې طرحه په پرنسیپ کې تائید شوه او دپوهنې وزارت موظف شو، چې دا طرحه په یوه شفافه پروسه کې پلې کړي او د نتیجو په اړه یې د کابینې راتلونکې غونډې ته ډاډ ورکړي.
غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اداري ودانۍ لپاره د (۹۴۵۰۰۰۰) افغانيوپه ارزښت د اشخاصو (۹۰۰) متره مربع ځمکې د اخېستو غوښتنه په غونډې کې مطرحه کړه چې تصویب شوه.
په همدې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین او سرپرست د ځای په ځای شویو انفجاري الاتو په ضد د مبارزې ملي ورځې د ټاکلو غوښتنه طرحه کړه، چې تائيد شوه. 
وروسته، د افغانستان برېښنا شرکت سرپرست په  هرات ولایت کې د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا د نويو میټرونو د وېش پروسې په اړه د پلاوي د سفر راپور غونډې ته وړاندې کړ او زیاته یې کړه: د هرات د برېښنا شرکت ریاست له ایران او ترکمنستان څخه د توریدي برېښنا او د افغان ـ هند دوستۍ بند (سلما) له پرانیستو وروسته ۲۶Mw کورني برېښنا تولید د ترکمنستان برېښنا سره په موازي توګه د هرات د وېش شبکې سره په هرات ښار کې مشترکینو ته تامین کړی او د برېښنا متقاضیانو ته په لومړۍ مرحله کې د هرات پنځلسو ناحیو کې او دویمه مرحله کې به نورو برخو کې د برېښنا میټرونه ووېشل شي.
کابینې، د افغانستان برېښنا شرکت موظف کړ، چې د هرات ولایت د برېښنا د وېش په اړه جامع طرحه د ضایعاتو کمولو ته په پام ترتیب او د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
ورپسې د اقتصاد وزیر د (۸/۲۱۷۳) مترمربع ځمکې د استملاک بیه چې د دغه وزارت په تصرف کې ده مطرح کړه  چې له کابینې څخه یې  د پلاوي له خوا د وړاندې شوي نرخ، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له خوا د خریدارۍ نرخ یا هم د کابل ښاروالۍ له خوا د وړاندې شوي نرخ  په اړه یې د کابینې پرېکړه وغوښته.
کابینې د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د اقتصاد وزیر او د مرکزي احصايي رئیس موظف کړل، چې د یاد جایداد د ملکیت اسناد بیا وارزوي او نتیجه دې د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
ورپسې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې سرپرست د (۲۲۷۰) مترمربع موازي ځمکې د استملاک  او د مزارشریف د (U) استوګنیز ښارګوټي پروژه کې پرته (۲۳۴۹) متره مربع ځمکه چې پر سر یې استوګنیزې نمرې او سړک جوړ شوی دی، په ترتیب سره د (۱۱۳۵۰۰۰۰) د یولس میلیون او درې سوه پنځوس زره افغانۍ او د (۹۳۹۷۶۰۰) نهه میلیون او درې سوه اوه نوي او شپږ سوه افغانۍ کېږي غونډه کې مطرح کړه چې تصویب شوه.
وروسته، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معین د ۱۳۹۵مالي کال د انکشافي بودجې ضمیمې په توګه (۱۰۹۰۷۶۰۰۰۰) مبلغ زیاتوالي په توګه غونډه کې مطرحه کړه او زیاته یې کړه، له دې جملې څخه  (۲۰۱۰۰۰۰۰) افغانۍ د مالیې وزارت د ۱۳۹۵کال انکشافي بودجه کې د ضمیمې په توګه د سیمه ییزو اقتصادي پروژو لپاره او دهغو  (۱۰۷۰۶۶۰۰۰۰) مبلغ د کلیودبياجوړولو او پراختیا وزارت د ۱۳۹۵کال د ملي پيوستون انکشافي پروژو لپاره زیاتې شوي دي چې کابینې تائید کړي.
همدارنګه، د عدلیې وزارت سرپرست او اداري معین د مالي جرایمو په اړه د اختصاصي څارنوالۍ او محکمې د ایجاد په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې د۱۸/۱۱/۱۳۹۴  نیټې (۳۹) شمېرې مصوبې د (۳۰) فقرې تعدیل غونډې ته وړاندې کړ او څرګنده یې کړه، دې ته په پام چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرمان په اساس اداري فساد جرایمو په ضد عدلي او قضايي مرکز جوړ شوی دی چې د هغه په چوکاټ کې د درنو جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې محکمه، څارنوالي او پولیس هر یو موظف دي چې درانه جرمونه کشف، اقامه دعوی، تحقیق او قضايي رسیدګي ورته وکړي، نو د مالي جرایمو د اختصاصي څارنوالۍ او محکمې جوړیدل رفع شوي دي. کابینې د عدلیې وزارت وړاندې شوې طرحه تصویب کړه.
د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، اوه مورده بین المللي معاهدات غونډه کې مطرح کړل چې تائید شول. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته