سیاست

امريکا لاتراوسه پورې له طالبانو سره دخبرو هيله لري

واشنګتن باختر دوږي  اووه ويشتمه :
  دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي جيمز دابينز پرون وويل چې واشنګټن لاتراوسه پورې هم له طالبانو سره د مستقيمو خبرو هيله لري چې د افغانانو د سولې دموافقې ملاتړ وکړي .
مخکې له دې طالبانو دقطر په پايتخت دوحه کې يو دفتر پرانست .
ددغه دفتر هدف د راتلونکي ميلادي کال په درشل کې د امريکا له متحده ايالاتو سره خبرې دي چې ټاکل شوې ده زياته برخه امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، خو مخکې له دې چې دغه ډيپلوماسي پيل شي؛ ناکامه شوه .
دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو ځانګړي استازي جيمز دابينز وويل: موږ لاتراوسه پورې غواړو چې خبرې وشي. هغه خبرې چې دامريکا متحده ايالاتو اوطالبان په مستقيمه توګه پکې شامل دي او دغه راز دافغانستان حکومت او يا د هغه د سولې عالي شوراپکې شامل وي .
دابينز چې ټاکل شوې ده په دغه شان خبروکې دامريکا له لوري مشرتوب په غاړه ولري؛  په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل: موږ هيله له لاسه نه ورکوو. موږ په دې هيله کار ته دوام ورکوو چې په يوه ځاى کې مثبته پرمختيا رامنځته  کيږي. خو نه شو کولاى اټکل وکړو چې څه وخت .
  په جلا توګه  دابينز  د امريکا د متحده ايالاتو او ايران ترمنځ د افغانستان په باب  د باالقوه همکاري په نسبت خپله خوشبيني څرګنده کړه چې دتهران د اټومي پروګرام پرسر دشخړې په دليل ډيپلوماتيکي  اړيکې نه لري .
دابينز  وويل: که چيرې موږ د دې قدرت پيداکړو چې د ايران د اټومي پروګرام په باب ريښتينى پرمختګ وګړو؛ په هغه صورت کې په دقيقه توګه په نورو مسئلو کې هم دپرمختګ لپاره يو لړ فرصتونه شته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته