ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې درې تنه ووژل شول .

کابل باختر د ليندي  څلورمه :
دقندهار سپين بولدک  په لاره کې دترافيکي پيښې له امله درې تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه تيرماښام دسپين بولدک  دتورکوتل په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوسراچه ډوله موټر له يوه تراکتور او له يوه تيلري موټرسره ټکر وکړ .
ده وويل ددغې پيښې قربانيان يوه ښځه او دوه نارينه واو دپيښې ټپيان دپوليسو په مرسته دقندهار روغتون  ته ليږدول شوي دي .
  ديوبل خبر له مخې  په هغې ترافيکي  پيښه کې چې دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې وشوه څلور تنه ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته