سیاست

د جمهور رئيس فرمان

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٥  :
دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت د محجوزينو او بنديانو د مجازاتو دتخفيف او بخښنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمد اشرف غني  فرمان
د افغانستان داساسي قانون د  ( ٦٤)  مادې  په (١٨) فقره کې  له ليکل شوي حکم سره سم ، دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت   دملکي او نظامي په ګډون د هغو محکومينو دحجز او بند دمجازاتو تخفيف اوبخښنه  چې  دحکمو په قطعي  او وروستيو  حکمونو محکوم شوي دي ،  په دې ډول منظوروم :
دمحجوزينو دمجازاتو تخفيف او بخښنه :
لومړۍ ماده :
(١)  هغه محجوزين چې تردريو کلونو پورې د حجز په  مجازاتو محکوم شوي دي  ، د تيرې شوې  مودې په پام کې نيولو پرته دې  ، ددوى د مجازاتو پاتې  موده  وبخښل شي او له  حجز څخه دې  آزاد  شي .
(٢)  هغه محجوزين  چې له  دريو کلونو څخه زيات تر شپږو کلونو پورې دحجز په مجازاتو محکوم شوي دي ، په هغه صورت کې چې   دخپلو مجازاتو  درېمه  برخه موده يې په  حجز کې تيره کړي وي ، ددوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي اوله حجز څخه دې  آزاد  شي .
(٣)  هغه محجوزين  چې له  پنځو کلونو څخه زيات  دحجز په  مجازاتو محکوم شوي دي ، په هغه صورت کې چې  دخپلو مجازاتو  نيمايي  موده يې په  حجز کې تيره کړي وي ، ددوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي اوله حجز څخه دې  آزاد  شي .
(٤)  ددغې مادې   په لومړۍ فقره کې ليکل شوي  محجوزين  چې  په دې فرمان کې  دبخښنې له ليکل شويو ښيګڼو څخه استفاده نه شي کولاى  ، ددوى دحجز نيمايي موده دې  تخفيف شي .
(٥)  هغه محجوزين چې ددغې مادې په دويمه او دريمه  فقره کې  له ليکل شويو  کټګوريو کې  نه شامليږي، ددوى دحجز په موده کې دې يونيم کال تخفيف راشي.
د عمر  زياتوالى  :
دويمه ماده :
هغه ښځينه بنديانې  چې  څه ناڅه د ٤٩ کلنى  عمر او هغه نارينه بنديان چې  د ٥٩ کلنى عمريې بشپړ کړى او ترپنځو کلونو پورې  په بند محکوم شوي دي ، ددوى دمجازاتو پاتې موده  دې وبخښل شي اوله بند څخه دې آزاد شي .
دبنديانو دمجازاتو تخفيف او بخښنه  :
دريمه ماده :
(١)  هغه ښځينه بنديانې چې تر دريو کلونو پورې  او هغه نارينه بنديان چې  تر دوو کلونو پورې  په بند  محکوم شوي دي ، دتيرې شوې مودې په پام کې نيولو پرته دې ددوى دمجازاتو پاتې موده وبخښل شي  اوله بند څخه دې آزاد شي .
(٢)  هغه ښځينه بنديانې  چې له دريو کلونو  څخه  زيات تر شپږو کلونو پورې  او هغه نارينه بنديان چې  له دوو کلونو څخه زيات  تر شپږو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي ، په هغه صورت کې چې  دخپل بند څلورمه برخه يې  په جيل کې  تيره  کړې  وي، ددوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي اوله بند څخه دې آزاد شي .
(٣)  هغه بنديان  چې له شپږو کلونو څخه زيات ترلسو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي، په هغه صورت کې چې دخپل بند د مجازاتو دريمه برخه يې  په جيل  کې  تيره  کړې  وي،  ددوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي اوله بند څخه دې آزاد شي .
(٤)  هغه بنديان چې  ددغې مادې  په  ( ١-  ٢ او ٣ ) فقرو کې په ليکل شويو کټګوريو کې نه شامليږي، ددوى دبند دمجازاتو په موده کې دې په دې ډول تخفيف رامنځته شي :
١_   ترپنځو کلونو پورې  په بند دمحکومينو په مجازاتو کې ، ددوى دبند  له څلورو برخو څخه درې برخې   موده  .
٢_  له پنځوکلونو څخه زيات تر لسو کلونو پورې  په بند  دمحکومينو په مجازاتو کې  ، يو کال .
٣_  له لسو کلونو څخه زيات  تر پنځلسو کلونو پورې په بند دمحکومينو په مجازاتو کې  ، يوازې اته مياشتې .
٤_  له پنځلسو کلونو څخه زيات په بند  دمحکومينو په  مجازاتو کې ، يوازې شپږ مياشتې .
دقطعې  دبند دمجازاتو بخښنه :
څلورمه ماده :
د ملي اردو  او دملي  پوليسو هغه  افسران ، بريدملان  ( ساتنمنان ) او سرتيري  او دملي امنيت   دلوى رياست  او د نظامي تشکيلاتو  نورو  لرونکو وزارتونو او  ادارو  هغه منسوبين چې  په اړوندو قطعاتو کې تر يو کال پورې دتنفيذي بند په مجازاتو محکوم شوي دي ، په هغه صورت کې چې  دخپل بند  دمجازاتو نيمايي برخه يې په قطعه کې  تيره  کړي وي ، ددوى دمجازاتو پاتې موده دې  وبخښل شي  او له بند څخه  دې آزاد شي .
دتخفيف او بخښنې دمحدوديت  او ممنوعيت  حالات :
پنځمه ماده :
(١)  دغه محجوزين او بنديان ددغه فرمان دبخښنې له  ښيګڼو څخه  استفاده  نه شي کولاى  :
١_   د جزائي اجرااتو دقانون  د  (٣٠٥)  مادې  په دويمه فقره کې  دليکل شويو  جرمونو محکومين  چې په  ١٣٩٣ کال کې   درسمي جريدې  په (١١٣٢) ګڼه کې  خپور شوى دى.
٢_  دشوکمارۍ  ( قطاع الطريقۍ ) دجرمونو محکومين .
٣_  د جزا دقانون په   ( ٤٥٥، ٤٥٦ او  ٤٥٧ )  مادو کې  ليکل شوي دوسله والې غلا د جرمونو محکومين .
(٢)  دغه محجوزين او بنديان  ددغه فرمان  دتخفيف  له ښيګڼو څخه استفاده نه شي کولاى :
١_  له پنځوکلونو څخه زيات  دحجز په مجازاتو  او يا له لسو کلونو څخه زيات دبند په مجا زاتو  هغه محکومين چې   ددوى دمجازاتو  نيمايي  يا له دې څخه زياته موده  دتخفيف او بخښنې   دپخوانيو فرمانونو له امله تخفيفه شوې وي.
٢_   دتښتونې دجرمونو هغه محکومينو چې دمال  په  ردولو   او يا دتاوان په جبيره  کولو محکوم شوي دي ، خو دا چې تښتول شوى شخص  آزاد شوى وي او دمال په رد دمحکوميت په صورت کې يې  دمحکوم بها وجه  ورکړي وي.
٣_   دقصدي وژنې او د اداري فساد دجرمونو محکومين  خو دا چې  دوژنې په جرم کې دمقتول ورثې  ابرا کړي وي ، او د  اداري فساد په جرمونو کې  ترلاسه شوى مال يا ګټه ، دقانون له  حکومونوسره سم ، اعاده شوى وي.
٤_  داعدام په جزا هغه محکومين چې مجازات يې  په بند بدل شوي  دي .
٥_   هغه محکومين چې په روان کال کې ددوى دمحکوم بها دحجز يا بند په موده کې تخفيف راغلى وي.
٦_  هغه محجوزين يا بنديان چې په  حجز يا بند سربيره  دمال په رد يا د تاوان په  جبيره کولو هم محکوم شوي دي ، يوازې په هغه صورت کې   چې مال يې ترلاسه کړى وي  او يا د محکوم بها وجه يې  زيانمن ته ورکړې وي ،  ددغه فرمان  په لومړۍ ماده  او ددريمې مادې په څلورمه فقره کې دليکل شوي تخفيف  له ښيګڼو څخه استفاده کوي.
(٣)  دغه محجوزين او بنديان  په دې فرمان کې دليکل شوې بخښنې او تخفيف له ښيګڼو څخه استفاده نه شي کولاى:
١_  د ښځې پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو د قانون په (١٧، ٢٠، ٢١ او ٢٢)مادوکې د ليکل شويو جرمونو محکومين.
٢_  د جزايي اجرااتو د قانون د (١) ګڼې  ضميمه کې ليکل شوي د کورني او بهرني امنيت پرخلاف دجرمونوپه قانون کې  دليکل شويو جرمونو  محکومين .
٣_   د تروريستي جرمونو پرخلاف دمبارزې په قانون کې  دليکل شويو  جرمونو  محکومين .
٤_   دعسکري جزا دقانون  په  (١٥-١٦-١٧-١٨-١٩-٢٤-٣٤-٣٥ او ٣٨)  مادو کې دليکل شويو  جرمونو محکومين  چې  په ١٣٨٧ کال کې  د رسمي جريدې په  (٩٤٤) ګڼه کې او عسکري جرمونو دقانون په  (١٥-١٧-١٨-١٩-٢٠-٣٧-٣٨ او ٤١)  مادو کې  دليکل شويو جرمونو محکومين چې په  ١٣٦٥ کال  کې درسمي جريدې په  ( ٦٠٤ ) ګڼه کې ليکل شوي دي.
دنغدي جزا بخښنه : 
شپږمه ماده :
هغه محکومين چې  په حجز يا بند سربيره  په نغدي جزا هم محکوم شوي  او دجمهوررئيس  دتخفيف اوبخښنې دپخوانيو فرمانونوله مخې آزاد شوي دي ، يا په حجز يا بند کې  شپې سبا کوي، دهغوى نغدي جزا دې وبخښل شي.
بهرني محکومين په دې کار کې شامل نه دي .
دحکم قطعيت  :
اوومه ماده :
دحکم قطعيت  دقضائيه قوې دتشکيل اوصلاحيت دقانون دڅلورمې مادې  د
(١٠)  جز له مخې  دمحکمې دحکم دصادريدو له نيټې څخه اعتبار لري .
دحق العبدي ددعوا اقامه :
اتمه ماده :
ددغه فرمان دحکمونو تطبيق، داشخاصو دحق العبدي ددعوا داقامې خنډ نه ګرځي.
دښځينه مجوزينو  او بنديانو  تسليمول .
نهمه ماده :
(١)  د جيلونو او دماشومانو داصلاح او روزنې  دمرکزونو ادارې  مکلفې دي  هغه محجوزين ،  ( نارينه اوښځې  )  او هغه ښځينه بنديانې  چې ددغه فرمان له  حکمونو سره سم  له حجز يا بند څخه آزاديږي  ، له احوالو سره سم ددوى ميندو او پلرنو يا قانوني ممثل  او يا شرعي محارمو ته  وسپاري.
(٢)  دکار ، ټولينزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزارت مکلف دى هغو بنديانو ته  چې   ميندې اوپلرونه ، قانوني ممثل اويا شرعي محارم ونلري ،  په مرکز او ولايتونو کې ددوى داستوګنې لپاره مناسب ځاى تدارک کړي.
(٣)  دښځو دچارو وزارت مکلف دى هغو ښځينه بنديانو ته   چې ددغه فرمان له  حکمونو سره سم  له بند څخه آزاديږي  ، د دوى په خوښه  ددوى دشرعي محرم تر پيداکيدو پورې  په مرکز او ولايتونو کې ددوى داستوګنې مناسب ځاى  تدارک کړي.
دبخښنې او تخفيف په شرايطو دبرابرو کسانو دليست برابرول :
لسمه ماده :
ددغه فرمان دتطبيق کميسيونونه موظف دي چې ددغه فرمان له تخفيف يا بخښنې څخه داستفادې په شرايطو دبرابرو محجوزينو او بنديانو ليست برابر او په توحيد شوي ډول دې په ډير لنډ ممکن وخت  کې دمنظورۍ لپاره دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي.
تطبيق کوونکې مرجع :
يوولسمه ماده :
ددغه فرمان د حکمونو دعملي کولو په مقصد دې  په هر ولايت کې  په دې ترکيب سره  يو کميسيون جوړ شي :
١_  دآزادۍ د سلب څارنوال  درئيس په توګه .
٢_  دملي امنيت دلوى رياست استازى  ، دغړي په توګه .
٣_ دبنديانو په برخه کې دجيل آمر  ، دغړي په توګه
٤_ دبنديانو په برخه کې دماشومانو داصلاح او روزنې دمرکز آمر ، دغړي په توګه
٥_ دملي اردو دبنديانو په برخه کې دملي دفاع وزارت استازى ، دغړي په توګه
٦_  دمحجوزينو او دښځينه بنديانو په برخه کې دښځو دچارو وزارت استازې   دغړې په توګه .
٧_ دافغانستان دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون استازى ، دغړي په توګه
درپوټ وړاندې کول :
دولسمه ماده :
(١)  ددغه فرمان په لسمه ماده کې   ليکل شوى  کميسيون مکلف دى  دجنسيت په تفکيک  ، دمحکومينو دکټګورۍ  (محجوزين او بنديان )  او داجرااتو دبشپړولو دنيټې  په تفکيک سره  داستفاده کوونکو  دټول شمير  په ګډون خپل کاري رپوټ   دکورنيو چارو وزارت او  دجمهوري رياست دچارو د ادارې  لوى رياست ته وړاندې کړي.
(٢)  د سترې محکمې د قطعي او وروستيو حکمونوپه تطبيق باندې د څارنې رياست   دې په سمه او دقيقه  توګه او يو خيل  ددغه  فرمان دحکمونو عملي کول په  جدي توګه وڅاري.
انفــــــــاذ :
ديارلسمه ماده :
دغه فــــــرمان  د ١٣٩٤ هجــري لمــــريز کال دتلې دمياشتې  له لومـــړۍ نيټې څخه نافذيـــږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته