ترینکوټ / باختر / د کب د میاشتې ۱۵مه
د روزګان نوی امنیه قوماندان ډګروال خطاب خنجري وايي چې د فساد مخه به نیسي او په دغه ولایت کې به د خلکو لپاره امنیت راولي.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛
له دې وړاندې د دغه ولایت د پولیسو مشري د جنرال محمد عاظم هاشمي ترغاړې
وه چې یوازې دوې میاشتې دنده یې ترسره وکړه.
په همدې حال کې د روزګان والي اسدالله سعید د نوي امنیه قوماندان د معرفت په غونډه کې ادلون بدلون د دولت اصل وباله او له نوي قوماندان څخه یې غوښتنه وکړه چې پولیسوته خپل حقوق پر وخت ورکړي.
پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ