امنیت

دملي امنيت اداره : له ٢٠١٤ کال وروسته انديښنې موجه نه دي

کابل- باختردتلې دمياشتې  ١١ :
دافغانستان دملي امنيت د ادارې مقامات ټينګارکوي چې په هېوادکې امنيتي حالت مخ په ښه والې دى  او له ٢٠١٤ کال څخه وروسته انديښنې نه شي کيداى موجه وي.
دباختر آژانس دخبرله مخې: په  دې وروستيو وختوکې ديو لويديځ هېواد استخباراتي ادارې ديو رپوټ په وړاندې کولو سره دافغانستان امنيتي حالت بحراني بللي دي اوخبردارى  يې ورکړي دي چې په دغه هېوادکې به د لويديځو هيوادونو په ځواکونو بريدونه زيات شي .
په دغه رپوټ کې ويل شوى دى: د اداري فساد او دځان غوښتنې په شان ستونزې په امنيتي ستونز زياتې شوې دي اوپه بهرنيو عسکرو ديوشمير افغان ځواکونو بريدونه بله پديده ده چې کولاى شي دافغان اونړيوالو ځواکونو ترمنځ دهمغږي کار زيانمن کړي.
دغه راز په دې رپوټ کې دافغان عسکرو د روزنې لپاره دپنځه ديرشو زرو بهرنيو ځواکونو شتون يوه اړتيا بلل کيږي، خو دافغانستان دملي امنيت د ادارې د ويندوى مرستيال شفيق الله طاهري ټينګار کوي چې اوس دافغانستان امنيتي حالت ښه شوى دى او د هيواد زياته برخه دافغان امنيتي ځواکونو له خوا اداره کيږي او دغه بهير دپراختيا په حال کې ده.
ده دباختراژانس خبريال ته وويل: موږ دنورو په پرتله ښه پوهيږو چې په هيوادکې حالات څه ډول دى .
موږ د راتلوونکې په نسبت هيله من يو هغه څه چې له افغانستان څخه بهر ويل کيږي دهغوى نظر دى .
ددغه لويديځ هيواد داستخباراتو د ادارې رپوټ په داسې حال کې وړاندې کيږي چې په افغانستان کې  دفرانسوي ځواکونو قوماندان جنرال اليوردي بافينچو هم ټينګارکوي چې دافغانستان په سلوکې اتيا خاوره کې امنيت تامين دى  اوپه سلو کې شل نور دهيواد دهغو ناامنيو اوبدلونونو قرباني دي چې ياغيان له پولې څخه په تيريدوسره امنيت ګډوډوي .
دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونو هم ويلي دي چې له ٢٠١٤ کال وروسته به امنيتي حالت  له بدلونونو سره يوځاى نه وي، ځکه افغان امنيتي ځواکونه ددې ځواکمنتيا موندلى ده  چې په هيواد کې له ننګونو اوناامنيو سره مبارزه وکړي .
دغه راز يو زيات شمير افغان څيړونکي په دې باور دي چې له هيواد څخه دبهرنيو ځواکونو وتل په مسووليت منلوکې ترسره کيږي چې تيرو وختونو ته دافغانستان بيا ستنيدو لپاره دليل رامنځته نه شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته