فرهنګ

دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي (ص) نيکمرغه ميلاد په ټول هيواد کې ونمانځل شو .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٣
دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي (ص) نيکمرغه ميلاد نن په ټول هيواد کې     د خلکو په پراخ  ګډون سره  دغونډو ، د قرآن عظيم الشان په ختمونو او  خيراتونو سره  ونمانځل شوه .
دباختر آژانس دخبريالانو دخبرونو له مخې :  په هغو ګډو غونډو کې چې دشيعه او سني  ورونو په ګډون  دخاتم النبين حضرت رسول اکرم (ص)  د نيکمرغه ميلاد له امله په بيلابيلو ناحيو کې جوړې شوې وې  خطيبانو او ويناوالو دحضرت محمد مصطفي (ص)  د صفتونو او نيکو اخلاقو يادونه  وکړه .
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله چې دکابل دخلکو دسراسري شورا له   خوا د دريم مکرويان  دحضرت محمد (ص) په  جامع جومات کې پرځاى شوى و ، دکابل دخلکودسراسري شورادرييس ډاکترسيدمخدوم رهين پيغام ددغې شورا دمشرتابه  هيت دغړي  محمدظاهر حسن له خوا  ولوښتل شو .
ډاکتر رهين په دې پيغام کې حضرت محمد مصطفي (ص) دبشريت د ناجي په توګه
ياد کړى دى  چې په پياوړې معنوى بينش سره  عمل وکړ چې خلک  له  ګمراهۍ څخه  وژغوري او معنويت او  حقيقت د خرافاتو او وړتيا غوښتنې ځاى ونيسي او په يوه خبره انسانان د خداى (ج)  د عبادت په لور راوکاږي  چې دبشرخير پکې نغښتى دى  .
په همدې ډول دحضرت محمد مصطفي (ص) دنيکمرغه ميلاد د درناوي غونډې   د ښار په جوماتونو او تکيه خانو کې د امامانو او دخطيبانو په ويناوو او دخلکو په پراخ ګډون سره جوړې شوې   .
ويناوالو دسترپيغمبر (ص) او د بشريت دناجي دښو اخلاقو په  بيانونو لاس پورې کړ او ويې  ويل دحضرت محمد مصطفي (ص)  اخلاق و  چې اسلام يې  په  ټوله  نړۍ کې خپور کړ که چيرې داسلام دستر پيغمبر (ص)  زيار او صبرنه واى  اسلام په اوسنۍ پراختيا سره په نړۍ کې نه  خپريده  .
دغه راز په دې غونډو کې ويناوالو دمسلمانانو ترمنځ دسولې او امنيت دتامينولو او دملتونو او قومونو  ترمنځ داسلام دستر پيغمبر په لارښونو او ګډو ارزښتونو ټينګار وکړ او مسلمانان يې له رنګ او  ژبې  پرته  ورونه  وبلل.
په   دې  غونډو کې  دحضرت محمد مصطفي (ص)  دنيکمرغه ميلاد په  مناسبت
دقران عظيم الشان ختمونه وشول او دستر پيغمبر او دبشريت د ناجي حضرت محمد مصطفي (ص)  په وصف کې  نعتونه  ولوستل  شول او خيراتونه  وشول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته