امنیت

دکورنيو چارو وزارت د جرمي پېښو د څه دپاسه ٢۰۰ تنوعاملينونومونه خپاره کړل

کابل باختردمرغومي دمياشتې١٧نيټه :
د کورنيو چارو وزارت د ٢٢٩ تنو د نومونو ليست خپور کړى دى چې ويل کيږي      په کابل کې په جرمي قضيو او نا امنيو کې لاس لري .
د باختر آژانس دخبرله مخې: ددغه ليست خپرول په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې په پراخ ډول منعکس شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت په خپل خبري سايټ کې ليکلي دي: «که چيرې تاسو د دغو  کسانو د موقعيت په باب خبر ترلاسه کړئ او ستاسو د خبرله مخې دغه کسان نيول کيږي، دافغانستان دولت تاسو ته مادي او معنوي مکافات درکوي.»
د دغه ليست له خپريدو وروسته د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي په خپلې فيسبوک پاڼې کې وليکل: د تېرو  ٢٤ ساعتوپه بهيرکې اووه تنه چې نومونه يې په دغه ليست کې شامل دي، نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې دغه يون په پايتخت کې د مجرمينو د نيولو او د ثبات د اعاده کولو په لاره کې د خلکو د همکارۍ د جلبولو په خاطر ترسره شوى دى او څرنګه چې ليدل کيږي، په دې برخه کې د همکارۍ روحيه شته.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته