چغحران باخترد سلواغې ٢ نيټه :
په غور ولايت کې د عدالت غږ راډيو ودانۍ ته تېره شپه د ناپيژاندو کسانو له خوا اور واچول شو.
د عدالت غږ راډيو يوه مسوول د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې په دې اور لګيدنه کې د عدالت غږ راډيو د شبکې تجهيزات له منځه تللي دي.
د غور ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر ضياءالدين ثاقب د عدالت غږ راډيو د مسوولانو ادعا ردکړده او ويې ويل چې د دغې راډيو په ودانۍ کې د ګازو د ډبې د چاودنې له امله اور لګيدلى دى.
څو ورځې مخکې هم په غور کې د يوې خصوصي راډيو ودانۍ ته د ناپيژاندو
کسانو له خوا اور اچول شوى و. پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ