سیاست

جمهور رئیس غني د هېواد د ټولو ولایتونو د ولایتي شوراګانو له رئیسانو او غړو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

کابل_باختر د ثور د مياشتې ١٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون په توحید ملي مرکزکې د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد د ټولو ولایتي شوراګانو له رئیسانو او غړو سره خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ویډیوکنفرانس کې لومړی د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست نادر یما د ولایتي شوراګانو د ستونزو په هکله خبرې وکړې.
وروسته د هېواد د ولایتي شوراګانو د رئیسانو په استازیتوب د هلمند، کندز، بغلان، بدخشان، فاریاب، سرپل، غزني، میدان وردګ، کاپیسا، بادغیس، غور، نورستان، لغمان، کونړ او ارزګان ولایتونو د ولایتي شوراګانو رئیسانو په ترتیب خبرې وکړې او ټولو په یو غږ د ملي وحدت حکومت، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او په ملي شورا کې د جمهور رئیس وینا  سره خپل ملاتړ څرګند کړ.
ورپسې هغوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو تشکیل د زیاتوالي، د ناتمامو پروژو د تکمیل، د ښوونځیو د جوړولو، په خالي بستونو کې د غوره افرادو د استخدام، د حلقوي سرکونو د جوړولو، په ولسوالیو کې د قاضیانو د حضور، د مکافاتو او مجازاتو د اصل رعایت، د حلقوي سرکونو جوړولو، په ولسوالیو کې د قاضیانو د حضور، د مکافاتو او مجازاتو د اصل د رعایت، د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو لپاره د ودانۍ جوړولو، د امنیت د تامین او د ولایتي شوراګانو غړیو ته د لازمو امتیازاتو ورکولو په اړه خپلې غوښتنې مطرح کړې.
جمهور رئیس د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د خلکو د يو موټي کولو په خاطر د ولایتي شورا غړو له کوښښونو څخه مننه وکړه.
جمهور رئیس غني هغوی ته په خطاب کې وویل، له فساد سره د مبارزې او د ښې حکومتوالۍ د ښه والي په برخه کې ستاسو واضح لیدلوری د امیدواري نقطه ده.
محمد اشرف غني په فیروز کوه کې د سېلابونو په راوتلو ژور تاثرات څرګند کړل او وې ویل، مرستې هرات ته انتقال شوي او له هغه ځایه به ژر غور ته واستول شي او په پام کې ده اضطرارکمېټه د فیروز کوه سېلاب ځپلو سره د مرستې په خاطر یوه فوق العاده ناسته جوړه کړي.
جمهور رئیس د شفق عملیاتو په هکله وویل، یاد عملیات سراسري دي او لاسته راوړنې یې محسوسې دي او سږکال په امنیتي برخه کې نوښت د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لاس کې دی او د امکاناتو په برخه کې د هغوی ستونزې د حل کېدو په حال کې دي.
هغه له  پیلوټانو، کوماندویانو او د ملي امنیت له ځواکونو څخه چې په خاص دقت دندې ترسره کوي، مننه وکړه.
جمهور رئیس غني د ولایتي شوراګانو غړیو ته وویل، ملي پولیسو ته چې کوم امتیازات ورکول کېږي سیمه ییزو پولیسو ته به هم ورکړل شي او د ۱۶۵۰۰سیمه ییزو پولیسو اعاشه به هم په پام کې ونیول شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د مرکز په کچه همغږي په اساسي توګه بدلون موندلی او د کار لپاره جدي اراده وجود لري او همدارنګه پر ولایتونو هم زموږ جدي توجه متمرکزه ده او د هغوی بودجه د زونونو او ولایتونو په کچه تخصیص کېږي. 
محمد اشرف غني څرګنده کړه، د وزارتونو او ولایتي شوراګانو تر منځ معلومات باید په منسجم ډول شریک شي.
هغه وویل، زموږ اصلي پاملرنه  لسو ولایتونو ته ده چې په زیات محرومیت کې ژوند کوي او د ستونزو عمده برخه تېر میراث دی چې باید حل شي.
جمهور رئیس زیاته کړه، د کندز روغتون د ودانۍ او هوایي ډګر تعهد وجود لري او عملي کېږي.
جمهور رئیس غني د اشتغال په هکله وویل، د کارموندنې یوه مهمه برنامه د کلیو د بيا جوړولو او پراختیا وزارت له لوري تر کار لاندې ده چې ژر به اعلام شي.
محمد اشرف غني وویل، د شفافیت د ایجاد په موخه د ولایتونو په کچه د ټولو قراردادونو معلومات به د ژورنالیستانو او د ولایتي شوراګانو د غړو په واک کې ورکړل شي.
جمهور رئیس په دې ویډیو کنفرانس کې وویل، د ولایتونو د مرستیالانو او رئیسانو په هکله ارزونه ترسره شوې او راتلونکی کال به زموږ تمرکز په ولسوالیو وي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، د ولسوالیو د ودانۍ، ولایتي شوراګانو او د ولایتي شوراګانو د غړو د امتیازاتو ستونزې به حل شي.
په دې ویډیو کنفرانس کې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د کابینې یو شمېر وزیرانو هم حضور درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته