ټولنه

له يوسلو پنځوسو بې ځايه شويوکورنيو سره ژمني مرستې وشوې

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٤
په کاپيسا ولايت کې نن له ١٥٠بې ځايه شويو کورنيو سره ژمني مرستې وشوې.
دکاپيسا ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رييس محمد قسيم ملک زاده دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه مرستې د مهاجرينو په چاروکې دملګرو ملتو د دعالي کمشنرۍ د ادارې له خوا د جګړې له امله  له بې ځايه شويو کورنيو سره وشوې .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دغو مرستوکې غنم، وريجې، د ډبرو سکاره ، ترپال، شړى، بوره او چاى شامل دي چې په ١٥٠ کورنيو وويشل شوې.
دغه مرستې د کاپيسا ولايت په مرکز او د اله ساى او تګاب په ولسواليوکې په بې ځايه شويوکورنيو وويشل شوې.
د يادونې وړ چې څه ناڅه ٣٠٠ کورنۍ د کاپيسا ولايت د تګاب او اله ساى په ولسواليو او د مرکز په افغانيه سيمه کې د جګړو له امله بې ځايه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته